د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتین له مولانا فضل الرحمان سره لیدلي دي


منظور پشتین له مولانا فضل الرحمان سره لیدلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان سره لیدلي دي. د جمعیت مطبوعاتي څانګې د اګست پر ۱۵مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پشتین له خپل پلاوي سره په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغی. بیان وايي، دواړو مشرانو په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، په قبایلي ضلعو کې پر ناامنۍ اندېښنه وښوده. پي ټي اېم هم ویلي دي چې پشتین د ناامنۍ او د پښتنو د مسلو په اړه د اکتوبر پر ۱۱مه د پراخې ملي غونډې د تیاري په لړ کې د جمعیت له مشر سره لیدلي دي. غورځنګ د اګست پر ۱۵مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په بیان کې ویلي دي چې دواړو مشرانو په راتلونکې کې په سلا، مشوره پر پرمخ تللو موافقه وکړه. پشتین په جولای کې ویلي ول چې د "پښتنو عدالت" په نوم د اکتوبر ۱۱مې غونډې ته د پښتنو ټول سیاسي او ولسي مشران او استازي ورغواړي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG