د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې د صدې خلک وايي، په سلګونه وسله وال ورغلي دي


د اګست پر ۱۶مه د کورمې په صده کې د ناامنۍ پرضد احتجاج شوی دی.
د اګست پر ۱۶مه د کورمې په صده کې د ناامنۍ پرضد احتجاج شوی دی.

د اګست پر ۱۶مه ترسره شوې دې احتحاجي مظاهره کې د پاړه چمکنیو ګڼو خلکو ګډون وکړ او هلته د ناامنۍ او د وسله والو د بیا فعاله کېدو پرضد یې شعارونه ورکړل. 

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې کورمې په صده کې ځايي خلکو د ناامنۍ پرضد د احتجاج پر مهال ویلي چې هلته بیا وسله والو فعالیت پیل کړی دی.

د اګست پر ۱۶مه ترسره شوې دې احتحاجي مظاهره کې د پاړه چمکنیو ګڼو خلکو ګډون وکړ او هلته د ناامنۍ او د وسله والو د بیا فعاله کېدو پرضد یې شعارونه ورکړل.

د پاړه چمکنیو د ځوانانو د تنظیم غړي او مدني فعال ابوبکر کورمېوال د مظاهرې پر وخت مشال راډیو ته وویل چې شاوخوا ۴۰۰ وسله وال د دوی سیمې ته ورغلي او ځایي ولس تنګوي او له دوی په زوره پېسې او نور شیان اخلي.

نوموړي وویل، "پر ۱۴ اګست خلکو د ازادۍ ورځ لمانځله او زموږ کلیو ته وسلوال راغلي وو. دوی په جوماتونو او نورو ځایونو کې دي، له خلکو په زوره ډوډۍ اخلي او که څوک یې ورنکړي نو دړکې ورکوي."

دا له هغې وروسته ده چې د منځنۍ کورمې یو شمېر خلک وایي د پاړه چمکنیو یو شمېر کلي له تېرو څلورو ورځو راهیسې د وسلوالو په واک کې دي او پر ځینو لارو د خلکو د ګاډو تلاشي هم اخلي.

د دوی په وینا، "په پاړه چمکني کې دا وخت بابرټن، ماڼې، پیاندې نښتر پاڼه، خرلاکړی، دادمیر کلی، صدوناواګئې ډاباډو، سترتوې او یو شمېر سیمې له څلورو ورځو د وسله والو په واک کې دي."

کورمه کې ولې شخصي لانجې په شیعه-سني جګړو اوړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:03 0:00

د کورمې یو شمېر سیمو ته د ۲۰۲۴م کال په جون په میاشت کې هم وسله وال ورغلي ول خو چې کله د خلکو تر احتجاجونو وروسته پوځ هلته عملیات وکړل نو وسله وال ورک شو.

په یادو سیمو کې د وسله والو بیا فعاله کېدو ځايي خلک اندېښمن کړي دي. د اګست پر ۱۶مه د شوي احتجاج یو ګډونوال او ټولنیز فعال خواجه ناهید وايي، که خلک نن په پاړه چمکني کې د وسله والو پر ورتګ غلي پاتې شول نو سبا د دوي وار دی.

نوموړي وویل، په کار ده چې د کورمې د ټولو سیمو خلک د ناامنۍ پرضد سره یو شي او په شریک غږ پورته کړي او پر حکومت فشار واچوي چې په دې سیمو کې د وسله والو د بیا فعاله کېدو مخه ونیسي.

د سیمې حکومتي او پوځي چارواکو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اګست پر ۱۵مه د سیمې یو پوځي چارواکي کرنل سهیل بابر یوې غونډې ته ویلي وو چې د سیمې امنیت ټینګ ساتلو ته ژمن دي.

کورمه د خیبر پښتونخوا یو له تر ټولو ناارامو سیمو ګڼل کېږي. هلته نه یوازې وخت په وخت وسله وال بریدونه کوي بلکې په خپله د ځايي خلکو ترمنځ په پرلپسې توګه فرفه ییزې نښتې هم رامنځ ته کېږي.

د پاکستان پوځ د اګست پر ۱۵مه ادعا کړې وه چې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس یې په کورمه کې د عملیاتو پرمهال اووه مشکوک وسلوال وژلي وو.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په بيان کې ويلي وو چې په عملیاتو کې پينځه وسلوال ژوبل شوي هم دي. پوځ دا نه وو ویلي چې عمليات يې د کورمې په کومه برخه کې کړي خو وايي چې پر مهال يې د وسلوالو پټنځای له مينځه وړی وو او له هغه ځايه يې وسلې او نور مهمات تر لاسه کړل.

پوځ تور پورې کړی چې وژل شوي مشکوک وسلوال پر امنیتي ځواکونو او عامو خلکو په بریدونو او وژنو کې ککړ ول.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي. پوځ تر دې مخکې د جولای پر ۲۷مه هم په بیان کې په ټانک کې د څلورو مشکوکو وسلوال د وژنې دعوه کړې وه.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې وسلوال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG