د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېلو (ځونيخېلو) کې وسلوالو یو ځايي مشر په هدفي بريد کې وژلی


د بنو په جانيخېلو کې د ناامنۍ پرضد ولس په وار وار احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور
د بنو په جانيخېلو کې د ناامنۍ پرضد ولس په وار وار احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا د بنو په جانیخېلو (ځونيخېلو) کې ناپېژندليو وسلوالو یو ځايي مشر ډاکټر نور محمد په یوه حمله کې وژلی دی.

د جانیخېلو یو پولیس چارواکي د نوم د نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه پېښه د اګست پر ۲۱مه وشوه او بریدګر په تېښته کې بریالي شوي دي.

د جانېخېلو اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځاي مخکښ ګران وزیر مشال راډيو ته وویل چې نوموړی ماښام مهال له کلینک څخه خپل کور ته پر لاره وو چې پټ مخو وسلوالو وواژه.

نوموړي زياته کړه، "موږ پرلتونه وکړل، حکومت راته پر سټامپ پېپر (قانوني کاغذ) ولیکل چې تاسو ته به موږ مستقل امن درکوو خو بیا هم وخت په وخت داسې پېښې کېږي."

پر ډاکټر نور محمد د بريد مسوليت لا چا نه دی منلی.

په جانيخېلو کې تر دې وړاندې هم په هدفي بريدونو او د ناامنۍ په نورو پېښو کې يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دې پېښو په اړه ځايي ولس څو ځله پرلتونه هم وهلي دي. د هغو پرلتونو د ختمولو لپاره حکومت له پرلتوالو سره په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لیکلې ژمنې وکړې، خو ځايي مشران وايي چې ناامني نوره زياته شوې ده.

پر جانيخېلو سربېره په شمالي وزیرستان، بنو، لکي مروت او نورو سیمو کې ولسونو د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد په وار وار مظاهرې، جرګې او پرلتونه کړي او له حکومت او پوځ څخه یې د ترهګرۍ د ختمولو او د امنیت د ټینګښت غوښتنې کړې دي.

بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ وایي په سیمه کې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف بې له توپيره عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG