د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټۍ د عزم استحکام عملياتو لپاره د ۲۰ اربه روپيو منظوري ورکړې


پاکستاني سرتزري په باجوړ کې ګزمه کوية انځور پخوانی دی
پاکستاني سرتزري په باجوړ کې ګزمه کوية انځور پخوانی دی

د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټۍ په هغه هېواد کې د "عزم استحکام" پوځي عملیاتو لپاره د ۲۰ اربه روپيو د ځانګړي کولو منظوري ورکړې ده.

کمېټۍ دا پرېکړه د اګست په ۲۲مه په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې وکړه چې د د ماليې وزير محمد اورنګزېب يې مشري کوله.

دا له هغه وروسته ده چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د ولسي او پوځي مشرتابه يوې لوړپوړې کمېټۍ په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد به په هغه هېواد کې د "عزم استحکام" په نوم نوي پوځي عملیات پيلوي.

د دې اعلان په غبرګون کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پر ځايي ولس سربېره د پاکستان زياتره سياسي ګوندونو احتجاجي غونډې او جرګې وکړې او د عملياتو مخالفت يې وکړ. هغوی دريځ درلود چې په تېرو پوځي عملياتو کې د ترهګرۍ ختمولو پر ځای ځايي ولس بې کوره کړل شوی او ځاني او مالي زيانونه ورته اوښتي دي.

د خیبر پښتونخوا قامي مشرانو، مدني فعالانو او د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو د عزم استحکام عملیاتو پر ضد د غږ پورته کولو پر مهال ویلي، په یاده صوبه کې پوځ تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر اپریشنونه کړي دي چې د صوبې خلک ترې سخت اغېزمن شوي دي خو د بدامنۍ لړۍ یې نه ده ختمه کړې.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشرمولانا فضل الرحمان د جولای پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، وېره لري چې خیبر پښتونخوا د وسلوالو لاس ته لوېږي. نوموړي ادعا وکړه چې له چتراله تر ډېره اسماعیل خان او ان تر بلوچستان پورې ټوله سیمه "د وسلوالو په قبضه" کې ده.

خو بل د پاکستان پوځ د عزم استحکام عملیات د ملک د سلامتۍ لپاره ضروري بللي دي. د پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار د جولایي پر پنځمه په یو خبرپاڼه کې ویلي "د عزم استحکام پوځي عملياتو د مختلفو اړخونو جاج اخستل شوی او په ملک کې د تلپاتې ثبات او معاشي خوشالۍ لپاره عزم استحکام عمليات د وخت ضرورت دی."

خبرپاڼې زیاته کړې ده چې " پر عزم استحکام پوځي عملياتو بې جوازه نيوکو باندې هم اندېښنه ښودل شوې ده."

همدا رنګه وزيراعظم شهباز شريف وويل چې عزم استحکام پوځي عمليات به د پخوانيو په څېر نه وي او د دغو عملياتو پر مهال به دومره پراخ جنګ نه کېږي چې خلک بېکورۍ ته اړ ايستل شي.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې د ضرب عضب په نامه او همدا رنګه په ځینو نورو نومونو هم وخت په وخت عملیات کړي دي چې د دوی په وینا بریمن ول خو زیات شمېر پښتانه مشران پر هغو عملیاتو نیوکې لري او وايي خلک یې وخت په وخت بېکوره کړي دي خو د وسله والو مخه نه ده نیول شوې.

XS
SM
MD
LG