د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې وسله والو یو تن وژلی، ۲ یې ژوبل کړي دي


د باجوړ نقشه.
د باجوړ نقشه.

د باجوړ ماموند تحصیل په میاګانو کلي کې وسله والو د یو جومات مخې ته یو ځایي وګړی وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د باجوړ پولیسو مشال راډیو ته ویلي چې برید د اګست پر ۲۳مه شوی دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

پولیس چارواکي زیاتوي چې په برید کې د وژل شوي او ټپي شوي کسانو کورنیو په چا دعوه نه ده کړې، نو ځکه یې مقدمه د نامعلومه وسلوالو پر ضد درج کړې ده.

عیني شاهدین او پولیس وايي چې تېره شپه ماسخوتن له لمانځه وروسته کلیوال له جوماته بهر وتل چې ډزې پرې وشوې. بریدګر په تېښته کې بریالي شوي دي.

د برید ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

په باجوړ کې تر دې مخکې هم د ناامنۍ په پېښو کې سياسي او قبايلي مشران، پوليس او امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د اګست په ۱۳مه د باجوړ په ترغاو سیمه کې دوه ځای مشران په بمي برید کې وژل شوي ول.

په هغه سیمه کې خلکو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې او جرګې کړې دي، خو حکومتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پر وړاندې یې هدفي کاروایانو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG