د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرلي کې د ناامنۍ ضد "امن پاڅون" په مهال وسلوالو یو تن وژلی دی


د میرلي احتجاج کونکو په لاسونو کې سپین بیرغونه نیولي دي ـ د اګست ۲۵مې انځور.
د میرلي احتجاج کونکو په لاسونو کې سپین بیرغونه نیولي دي ـ د اګست ۲۵مې انځور.

د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان په میرلي کې د ناامنيو ضد د "امن پاڅون" په نامه د احتجاج په مهال وسلوالو یو تن وژلی دی.

د اګست پر ۲۵مه، د میرلي په احتجاج کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو، چې پکې د سیاسي ګوندونو ځايي مشرانو او غړو ترڅنګ د اتمانزیو جرګې، سوداګرو تنظیمونو او پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان هم شامل ول.

پولیس او ځای خلک وایي چې د احتجاج په مهال خلک د میرلي په څلورلاري کې جمع ول چې پټ مخي وسلوال ورغلل او د احتجاج د ځای سره نېږدې یې د نیک زالي شاه په نامه تن وواژه او د هغه د تره زوی یې ژوبل کړ.

پولیس وایي چې وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي.

وژل شوی تن د درزي (خیاط) کار کاوه او د عیدکو سیمې اوسېدونکی وو.

د میرلي احتجاج کونکو په سیمه کې د امن د ټینګښت غوښته کوله. دوی په لاسونو کې سپین بیرغونه نیولي چې امن پرې لیک وو.

د اتمانزیو مشرانو وویل چې د سېپتمبر پر ۱۵مه بیا ټولیږي او د ګیس او نورو موضوعاتو په اړه له حکومت سره خبرې کوي.

وزیرستان امن پاڅون له هغه وروسته اعلان شوی وو چې د اګست له اتمې نېټې راهیسې په میرلي حسوخېلو او موسکي سیمو کې د وسلوالو او پوځ ترمینځ نښتې وشوې.

دا راز په هغه سیمه کې د هدفي وژنو پېښې هم شوې دي. سږکال په شمالي وزیرستان کې په مجموعي توګه ۳۲ کسان په هدفي وژنو کې په نښه شوي دي چې ګڼ یې په میرلي کې وژل شوي دي.

په احتجاج کې شریک مولانا بیت الله او د ملي جمهوري غورځنګ صوبايي ویاند جمال داوړ مشال راډیو ته ویلي چې خلک له ناامنۍ ستړي شوي دي. وخت په وخت یې جرګې، مرکې، او پرلتونه وکړل، خو د وسلوالو فعالیتونه نور هم زیات شول.

دوی وویل چې نن زرګونه خلک بیا سره راټول شوي او په سیمه کې امن او سوکاله ژوند غواړي. د احتجاج په مهال حکومت په شمالي وزیرستان او بنو کې موبایل ټېلیفوني او انټرنیټي خدمات تړلي دي.

په سیمه کې د ناامنۍ ضد او خلکو ته په خپلو وسایلو د اختیار لپاره سیاسي ګوندونو او اتمانزیو جرګې د اګست پر ۱۶مه هم احتجاجي ناسته کړې وه.

دا راز د اتمانزیو د جرګې مشر ملک نصر الله د اګست پر ۱۴مه حکومت ته د یوې ورځې وخت ورکړی وو چې که د امنیت ورکولو په اړه خپله ژمنه پوره نه کړي نو له سیمې تېره شوې ګیس نللیکه باسي. وروسته احتجاج کونکو د هغې نللیکې یوه برخه پرې کړه.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهیسې په شمالي وزیرستان کې ناامني زیاته شوې او د اګست پر ۱۵مه په میرلي کې په دوو بریدونو کې دوه تنه ووژل او دوه ژوبل شول.

د اتمانزيو جرګې تر دې وړاندې هم په وار وار احتجاجونه کړي او د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکولو غوښتنې يې کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ هم په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان وکړ. پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

XS
SM
MD
LG