د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر کې په وسلوال بريد کې پوليس سرتېري ژوبل شوي


په خیبر ضلع کې په دې وروستيو کې پر ولسي وګړو او پولیسو وسلوال بریدونه زیات شوي دي. پخوانی انځور
په خیبر ضلع کې په دې وروستيو کې پر ولسي وګړو او پولیسو وسلوال بریدونه زیات شوي دي. پخوانی انځور

د خيبر په جمرود کې په وسلوال بريد کې دوه پوليس سرتېري ژوبل شوي دي.

د خیبر ضلعې پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وويل چې تېره شپه (د اګست پر ۲۷م) خوا وشا ۱۲ بجې د جمرود په وزیر ډنډ کې پر کارخانو پولیس پاټک باندې ناپېژندليو وسلوالو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یی دوه پولیس سرتېري ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه چې پولیسو پر وسلوالو ځوابي ډزې وکړې خو هغوی په تېښته کې بريالي شول. تر اوسه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې. وزیر ډنډ کارخانو پاټک د پېښور او خیبر پر پوله جوړ شوی او پر دې باندې هره ورځ سلګونه خلک تګ راتګ کوي.

په خیبر ضلع کې په دې وروستيو کې پر ولسي وګړو او پولیسو وسلوال بریدونه زیات شوي دي. بلخوا پوليس او امنيتي سرتېري وايي چې هغوی د وسلوالو خلاف هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG