د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاني خېلو يو ځل بیا د بدامنۍ خلاف احتجاج کړی


د جانی خېلو خلک وايي په وار وار د امن لپاره مظاهرې کوي خو حکومت اقدامات نه کوي: انځور اګست ۲۹، کال ۲۰۲۴
د جانی خېلو خلک وايي په وار وار د امن لپاره مظاهرې کوي خو حکومت اقدامات نه کوي: انځور اګست ۲۹، کال ۲۰۲۴

د جاني خېلو اوسېدونکو د اګست پر ۲۹مه په لاریون کې یو وارې بیا د ناامنۍ او هدفي بریدونو مخنیوي غوښتنه وکړه.

په دغه لاریون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ غړو، سیاستوالانو او نورو ګڼو خلکو ګډون درلوده. دا لاریون له هغې وروسته اعلان شوی وو چې د اګست پر ۲۱مه وسله والو د جاني خېلو امن غونډو منتظم او د جرګو یو مشر ډاکټر نور محمد وزیر په هدفي برید کې وواژه.

د لاریون ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي حنیف پشتین مشال رېډیو ته وویل چې دوی د ناامنۍ پر ضد څو څو وارې احتجاجونه وکړل خو حکومت یې غوښتنې نه مني. نوموړي وویل: "جرګه مو روانه ده. د روانې ترهګرۍ خلاف به جاني خېل قام خپله یوه سخته پرېکړه کوي."

د جاني خېلو یو بل اوسېدونکي ګران وزیر مشال راډیو ته وویل، په وار وار یې جرګې، مرکې او مظاهرې کړې دي خو سیمه یې لا هم له وسله والو پاکه شوې نه ده. نوموړی وايي حکومت ورسره په سټامپ پیپر لیکل هم وکړي خو د هغې باوجود هم خلکو ته د خوندیتوب ژمنه نه شي يوره کولی.

نوموړی وايي: "دا درې، درې نیم کاله کېږي چې موږ لګیا یو د امن لپاره خپل غږ پورته کوو، قامي جرګې مو کړې دي او د ضلعي انتظامیې سره مو ناستې شوې دي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې."

د نوموړي په وینا د یو قامي مشرملک نصیب تر وژل کېدو وروسته د جاني خېلو خلکو تر یوې میاشتې پورې پرلت غځولی وو او هغه مهال حکومت ورسره په کاغذ لیکلي ورکړي وو چې په سیمه کې به امنیت ټینګوي خو د هغه په وینا درېغه چې داسې نه دي شوي.

په قبایلي ضلعو کې وخت په وخت د امنیت لپاره لاریونونه او جلسې کېږي. د اګست پر ۲۸مه هم د شمالي وزیرستان په رزمک کې د امن ټینګښت په نوم لاریون شوی وشو. د پاکستان حکومت او پوځ د جاني خېلو لاریون د تازه غوښتنو په اړه لا څه نه دې ویلي خو تر دې وړاندې یې څو وارې ویلي ول چې په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د وسله والو خلاف یې بې توپیره کاروایانې دوام لري.

XS
SM
MD
LG