د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د پولیو کيمپېن پر ساتونکو په برید کې ۹ کسان ژوبل شوي دي


په زیاتره ځایونو کې د پولیسو په پهره کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي ـ پخوانی انځور.
په زیاتره ځایونو کې د پولیسو په پهره کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا کوز جنوبي وزیرستان پولیسو ویلي چې په واڼه بازار کې د پولیو ضد واکسیني ډلو د ساتنې لپاره ګمارل شويو پولیسو په ګاډي چاودنه شوې چې پکې ۶ پولیس او ۳ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د پولیسو ډي اېس پي امین وزیر مشال راډیو ته وویل، چاودنه د سېپټېمبر پر نهمه هغه مهال وشوه چې د پولیسو ګاډۍ شکۍ سیمې ته پر لار وو. په چاودنه کې دوه ماشومان او یو بل ځایي وګړی هم ژوبل شوي دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې په ټول پاکستان کې د پولیو مخنیوي لپاره پینځه ورځنی کېمپېن نن (سېپټېمبر نهمه) پیل شوی دی. وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر اتمه په اسلام‌اباد کې د کيمپېین پرانسته وکړه او ویې ویل چې دا ځل په ۱۱۵ ضلعو کې له درې کروړه او ۳۰ لاکه څخه زیاتو ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په بلوچستان کې هم دا پینځه ورځنی کمپاین پیل شوی دی. په هغه صوبه کې سږ کال د پولیو له امله ۱۲ ماشومان اغیزمن شوي چې پکې درې مړه شوي دي.

د بلوچستان روغتیا چارواکو ویلي دي چې په روان کېمپېن کې هلته ۲۶ لاکه ۵۵ زره ماشومان واکسینوي. په بلوچستان کې تر ټولو زیات کیسونه په پښتون مېشتو ضلعو کلا عبدالله او چمن کې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې روان کال د پولیو پېښې یو ځل بیا زیاتې شوي دي. د سږ کال له پیله په هغه هېواد کې ۱۷ ماشومان پولیو وهلي دي چې پکې د بلوچستان ترڅنګ په سیند کې درې او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه ـ پوه پېښه مخې ته راغلې ده.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې وفاقي حکومت د صوبو په مرسته له هېواده څخه د پولیو وایرس ختمولو ته ژمن دی.

پولیو چې د "پولیو مایلېټس" په نوم هم پېژندل کېږي، یوه ویروسي ناروغي ده چې د عصبي نظام پر ضد عمل کوي او زیاتره وخت ماشومان معذوروي او یا یې هم وژني. دا ناروغي د پولیو وایرس له امله رامنځته کېږي او د خولې یا تنفسي لارې خپرېږي.

پولیو هیڅ درملنه نه لري، خو د واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی. په نړېواله کچه د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي او په زیاتره هېوادونه کې ختمه شوې ده خو پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې لا هم دا وایرس پکې شتون لري.

د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره مرسته کوونکی صندوق (یونیسف) د پولیو د له منځه وړلو لپاره کېمپېنونه کوي او ماشومان واکسینوي ترڅو دوی له دې ناروغۍ څخه خوندي شي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG