د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت پوليس وايي د پوځ تر وتلو به يې پرلت روان وي


لکي مروتو کې د ناامنۍ او د پوځ د موجودګۍ خلاف د ځايي پوليسو پرلت دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

لکي مروتو کې پوليسو د ناامنۍ او د پوځ د موجودګۍ خلاف د سېپټېمبر له نهمې پرلت وهلی دی.

د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې ځايي پولیس وايي، تر څو چې له هغې سیمې څخه پوځ نه وي وتلی، احتجاج به یې دوام لري.

پولیسو د سېپټېمبر پر نهمه د لکي مروت پر لويه لاره يا اڼدس های وې باندې پرلت وهلی او کراچۍ ته تلونکې لویه لاره یې تړلې ده.

پولیسو تور پوری کړی چې د پوځي او استخباراتي ادارو کارکوونکي د دوی په چارو کې مداخله کوي او هغوی په امنیت ټینګولو کې پاتې راغلي دي.

په پرلت کې ناست يو پوليس سرتېري خالد خان د سېپټېمبر پر نهمه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې هغوی له سيمې د پوځ ايستل غواړي، ځکه د هغه په وينا، د پوځ له ورتګ سره هلته بدامني زياته شوې ده.

نوموړي زياته کړه "پوځ وايي چې زه امن راولم خو امن نه شي راوستی. موږ (پوليسو) ته دې درې میاشتې وخت راکړي او موږ به په درو میاشتو کې امن راولو. موږ غلطه مطالبه نه کوو. که په دې موده کې موږ امن راوست نو پوځ به بیا نه راځي او که داسې ونه شو نو بیا دې پوځ راشي."

پوليس پرلتوالو کراچۍ ته تلونکې لويه لاره هم تړلې ده. د
پوليس پرلتوالو کراچۍ ته تلونکې لويه لاره هم تړلې ده. د

پوځ او د استخباراتي ادارو چارواکو لا د لکي مروتو د پولیسو د تورونو او غوښتنو په اړه څه نه دې ویلي.

د لکي مروت مرستیال کمېشنر فهد وزیر د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې هغوی له تېرې ورځې راهیسې د پولیسو د پرلت له مشرتابه سره خبرې کوي او هیله لري چې نن (سېپټېمبر ۱۰مه) به دا مسله هواره کړي.

نوموړي زياته کړه "د بنو د پولیسو ډي ای جي، د پولیسو مشر، د لکي مروت د پولیسو مشر، ځايي قبایلي مشران او د پوځ یو بریګېډیېر زموږ سره په دې خبرو اترو کې حاضر دي، خو د پولیسو دریځ ډېر سخت دی. موږ ورته وایو چې تاسو د دې نظام برخه یاست او په کار ده چې نرمي وکړئ ځکه چې دا د انتظامیې او صوبې لپاره د بدنامۍ سبب ګرځي."

د مذاکراتو پر مهال د پرلتوالو لويه غوښتنه له لکي مروت ضلعې څخه د پوځ وتل دي، چې مقابل لوري لا د هغې غوښتنې د پوره کولو ډاډ نه دی ورکړی.

په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي.

روانه اوونۍ د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې په حملو کې د پولیسو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د سېپټېمبر پر اتمه وسلوالو په لکي مروتو کې د ګمبېلې تاڼې د پلټنیزو چارو مشر او د هغه د تره زوی وویشتل. پولیس وايي چې افسر معتبر خان په برید کې ووژل شو او د تره زوی یې ژوبل شو.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر اوومه په لکي مروتو کې وسلوالو یو پولیس او د هغه ورور ووژل.

د سېپټېمبر پر شپږمه بيا وسلوالو په بنو کې وسلوالو په دوو حملو کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس سرتېری وژلی وو او د بکاخېلو تاڼېدار یې تښتولی وو. پر هم هغه ورځ د مومندو په غلنۍ کې د ملېشه ځواک پر مرکز د برید پر مهال څلور وسلوال ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ملېشې پر مرکز د حملې ذمه واري منلې وه.

بل خوا حکومت او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف بې توپیره کاروایۍ دوام لري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

XS
SM
MD
LG