د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت پولیس: پوځ او استخباراتي ادارې مو په چارو کې "مداخله" کوي


پولیس د سېپټېمبر پر نهمه د خپلو غوښتنو لپاره د لاریون کوي.
پولیس د سېپټېمبر پر نهمه د خپلو غوښتنو لپاره د لاریون کوي.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې ځايي پولیسو احتجاج کړی او د اختیاراتو ورکولو او په چارو کې يې د پوځي او استخباراتي چارواکو د مبینه "لاسوهنې" د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

خو پوځ او استخباراتۍ ادارو د پولیسو د دې تورونو په اړه لا څه نه دي ويلي.


احتجاج کوونکوپولیسو د سېپټېمبر پر نهمه، د لکي مروت په تاجه زۍ کې کراچۍ ته تلونکې لویه لاره یا انډس های وی د احتجاج په توګه تړلې ده.

د رشید خان په نامه یو پولیس افسر مشال راډیو ته وویل چې دوی نور په سیمه کې هیڅ "نامعلوم وسلوال" نه مني. نوموړي زیاته کړه چې پولیس د حکومت او ولس په مرسته د سیمې امنیت ټینګولی شي.

د لکي مروتو پولیسو پرلت وهلی دی
د لکي مروتو پولیسو پرلت وهلی دی

د احتجاج پر مهال د پولیس ځینو سرتېرو وویل چې دوی د پردیو جګړو ښکار کېږي او تر هغې به یې احتجاجي ناسته دوام لري چې د پولیسو په کار کې لاسوهنه بنده شوې نه وي او پوځي او استخباراتي چارواکي یې له سیمې وتلي نه وي.

په عین حال کې له احتجاج کوونکو سره د لکي مروت د پولیسو مشرانو او ضلعي انتظامیې د چارواکو مذاکرات روان دي. د لکي مروت یو ضلعي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې احتجاج کوونکو پولیسو ته یې د امنیت ډاډ ورکړی، خو تر اوسه لا هم مذاکرات کامیاب شوي نه دي.

په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي.

روانه اوونۍ د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې په حملو کې د پولیسو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته. د سېپټېمبر پر اوومه په لکي مروتو کې وسلوالو یو پولیس او د هغه ورور ووژل.

د سېپټېمبر پر شپږمه وسلوالو په بنو کې وسلوالو په دوو حملو کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس سرتېری وژلی وو او د بکاخېلو تاڼېدار یې تښتولی وو. پر هم هغه ورځ د مومندو په غلنۍ کې د ملېشه ځواک پر مرکز د برید پر مهال دوه وسلوال ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ملېشې پر مرکز د حملې ذمه واري منلې وه.

بلخوا حکومت او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف بې توپیره کاروایۍ دوام لري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

XS
SM
MD
LG