د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د ترهګرۍ قضیه کې د علي وزیر ضمانت منظور کړی دی


علي وزیر په کراچۍ کې د پي ټي اېم یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
علي وزیر په کراچۍ کې د پي ټي اېم یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

اسلام اباد های کورټ د ترهګرۍ په یوه قضیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د یو مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د پخواني استازي علي وزیر ضمانت منظور کړی دی.

د اسلام اباد پولیسو نوموړی د اګست پر درېیمه تر نیمې شپې وروسته نیولی وو چې تر هغې وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت د پینځه ورځنیو پلټنو لپاره پولیسو ته وسپاره او هغه موده چې پوره شوه نو بیا یې د تحقیقاتو لپاره زندان ته واستاوه.

په تېره یوه میاشت کې عدالت د وسلې او نشه يي توکو لرلو په دوو مقدمو کې وزیر ته ضمانت ورکړی وو خو د ترهګرۍ ضد عدالت یې د ترهګرۍ په قضیه کې د ضمانت غوښتنلیک رد کړ.

د وزیر وکیل عطا الله کونډي رسنیو ته په استولي ویډیويي بیان کې ویلي دي چې د اسلام اباد های کورټ د دوو قاضیانو جرګګۍ د سېپټېمبر پر څلورمه اورېدنه وکړه او د وزیر ضمانت یې منظور کړ.

ده وویل چې نوموړی د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې بندي دی او عدالت یې اورېدنه په غیر حاضرۍ کې وکړه.

پر وزیر د ترهګرۍ په قضیه کې تور پورې شوی چې له پولیسو یې په زور د ټوپک اخیستو هڅه کړې وه او د بل پولیس سرتېري کمیس یې شلولی وو.

خو علي وزیر او وکیل یې د حکومتي وکیل دعوې ناسمې بولي او د وسلې او نشه يي توکو لرلو تورونه هم ردوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې حکومت علي وزیر د دې لپاره نیولی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې هغه پراخه غونډه ناکامه کړي چې پي ټي اېم ورته "د پښتنو عدالت" نوم ورکړی دی.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځلې نیول شوی او بیا خوشې شوی دی. هغه په وروستي ځل د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۴مه نیولی وو او څو ورځې وروسته یې د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشی کړ.

تر هغې مخکې علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال په ډیسېمبر کې د کراچۍ پولیسو په غوښتنه د نفرت خورولو پر تور په پېښور کې ونیول شو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپارلو. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.

د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه وزیر په شمالي وزیرستان کې د خړکمر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پېنځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.

XS
SM
MD
LG