د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راجګل کډوالو کمېټۍ وایي د اکتوبر پر ۱۴مه به پر خپل سر خپلو کورونو ته ستنېدل پیلوي


د راجګل کډوالو د پرلت خېمه ـ پخوانی انځور.
د راجګل کډوالو د پرلت خېمه ـ پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې د تیرا راجګل کډوالو کمیټۍ وایي چې د اکتوبر پر ۱۴مه به دوی په خپل سر خپلو سیمو ته ستنېدل پیلوي او په دې لړ کې سرکاري امر ته نور انتظار نه شي کولای.

دا اعلان د اکتوبر پر څلورمه په باب خیبر کې جلسې ته به وینا کې د کډوالو د کمېټې مشر ملک نصیر احمد کوکخېل وکړ. په دې جلسه کې یو شمېر سیاسي او مدني فعالان او قومي مشران هم موجود ول.

له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم هلته د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړې دي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

پرلتوال وایي له بې کورۍ ستړي شوي دی او حکومت دې اجازه ورکړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو په خیبر کې میشت امنیتي ځواکونو په یو شمېر جرګو کې ځایي مشرانو ته ویلي چې تر هغه وخته چې ټولې سیمې له وسلوالو څخه پاکې نه شي، دوی کډوالو ته د ستنېدو اجازه نه شي ورکولی.

هغو کډوالو د تېرې خواو شا یوې نېمی میاشت راهیسې په جمرود بیګیاړي کې احتجاجي پرلت وهلی او د خیبر درې لار یې د لویو ګاډو پر مخ تړلې ده. د لارې د تړل کېدو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت هم معطل شوی دی.

د راجګل کډوالو له ۱۵ ورځو راهیسې تورخم ته تلونکې لاره تړلې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي او صنعتي خونې غړي وايي چې پر تورخم دوه اړخیز تجارت نېږدې ۵۰ فیصده کم شوی دی.

د دوی په وینا، د دې وجه دا ده چې د تیرا راجګل کډوالو له تېرو شاوخوا یوې نیمې میاشت راهیسې د پېښور او تورخم ترمنځ لاره تړلې ده.

د یادې خونې یو مشر شاهد حسېن مه مشال راډیو ته ویلي ول، دوی اټکل کړی دی چې که پر دې لاره دوه اړخیز تجارت ۸۰۰ ميلیونه ډالره وو نو هغه اوس څلور سوه ميلیونه ته راټیټ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې حکومت باید داسې تګلاره جوړه کړي چې د پېښور او تورخم ترمنځ لاره بیا څوک ونه تړي.

د تیرا راجګل د جمرود له بازاره شاوخوا ۹۰ کيلومیټره لیرې پرته غرییزه سیمه ده چې یو اړخ یې د افغانستان له ننګرهار ولایت، او نورې برخې یې له تیرا میدان، اورکزیو او کورمې سره لګېدلې دي.

XS
SM
MD
LG