د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر پاکستان ته ځي


د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر: د ارشیف انځور
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر: د ارشیف انځور

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر به روانه میاشت په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) په غونډه کې ګډون وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د اکتوبر پر څلورمه یوې خبري غونډې ته په وینا کې تایید کړه چې جی شنکر به د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه پاکستان ته د هندي پلاوي مشري کوي. نوموړي دا سپنیاوی ونه کړ چې جې شنکر به په اسلام اباد کې له کومو پاکستاني چارواکیو سره ملاقاتونه کوي. دا به په نږدې یوه لسیزه کې لومړی ځل وي چې د هند یو لوړپوړی وزیر پاکستان ته سفر کوي.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳م کال د مې په څلورمه، د پاکستان د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیربلاول بوټو زرداري هند ته تللی وو او هلته یې د شنګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې روان کال د جولای په میاشت کې په یوه بیان کې ویلي وو چې په اسلام آباد کې د شنګهای همکارۍ سازمان راتلونکې غونډې لپاره یې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون د غړو هیوادونو ټولو حکومتي مشرانو ته بلنې ورکړې دي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې نهه غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي خو پاکستان، ايران او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

ټاکل شوې ده چې د شنګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشريزه به د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې وشي. د هغې غونډې د امنيت لپاره د پاکستان حکومت په سرښار اسلام اباد کې د اکتوبر له پينځمې بيا تر اکتوبر تر ۱۷مې امنيتي چارې پوځ ته سپارلې دي.

XS
SM
MD
LG