د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پي ټي اېم د بندیز سربېره په سلګونو زده کوونکي د جرګې میدان ته ورغلي


پي ټي اېم وایي چې د اکتوبر پر ۱۱په خیبر کې درې ورځنۍ جرګه کوي ـ پخوانی انځور.
پي ټي اېم وایي چې د اکتوبر پر ۱۱په خیبر کې درې ورځنۍ جرګه کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د ناقانونه ګرځولو سربېره د غورځنګ په ملاتړ په سلګونو زده کوونکو لاریون کړی او په خیبر کې د جرګې میدان ته ورغلي دي.

د اکتوبر پر شپږمه، د پېښور پوهنتون، ځینو نورو تعلیمي ادارو او ځینې مدرسو زده کوونکو سپین بېرغ په لاسونو کې اخيستی ول او "دا څنګه ازادي ده" شعارونه ورکول. غورځنګ د اکتوبر ۱۱مې لپاره د جرګې پر اېکس د ورغلو زده کونکو ویډیو خپره کړې ده او ورسره یې لیکلي دي چې د ځوانانو مخه څوک نه شي نیولي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې وفاقي حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) بندیز لګولی دی او د ترهګرۍ مخنیوي د قانون له مخې یې "ناقانونه سازمان" ګرځوي.

وزارت د اکتوبر پر شپږمه په یو فرمان کې ویلي دي چې د پاکستان "وفاقي حکومت د دلایلو پر اساس باور لري چې پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي." په فرمان کې راغلي دي چې همدا لامل دی چې حکومت "د ۱۹۹۷ز کال د ترهګرۍ مخنیوي قانون" د "واک په کارولو" پر پي ټي اېم بندیز لګوي.

په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم د ناقانونه ډلو په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمنۍ کنلګېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، ورته د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګي. وزارت هغه فرمان د پاکستان په رسمي جریده کې د خپرولو او بېلابېلو وفاقي او صوبايي ادارو ته د عملي کولو لپاره لېږدولی دی.

تر دې اعلان وروسته د پي ټی اېم مشر منظور پشتين د اکتوبر پر ۶مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه د وفاقي حکومت اقدام "سخت ظالمانه" وبللی. نوموړي لیکلي دي چې "تش په نوم وفاقي حکومت" پر پي ټي اېم د بندیز په لګولو له "ټولو حدودو تېر" شوی دی. پښتین ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۱مه به جرګه کوي. غورځنګ د پښتون قامي عدالت په نوم هغه جرګه په رېګي للمه کې وربللې ده چې پېښور های کورټ د درې ورځنۍ غونډې اجازه ورکړې ده.

پي ټي اېم وايي چې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم ناستې ته یې د پاکستان د ټولو پښتون مېشته سیمو سیاستوالان، مشران، فعالان او مهم شخصیتونه وربللي دي چې پکې به پښتنو ته د ورپېښو لویو مسلو د هواري لارې چارې لټوي. منظور پشتین د اکتوبر پر پینځمه دعوه کړې چې پولیسو د جرګې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او تر اوسه یې د پي ټي اېم تر ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.

منظور پشتین پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي چې د خیبر "پښتونخوا ولس د اکتوبر ۱۱مې د جرګې پر وړاندې د پاکستاني ریاست ټول اعمال د پښتنو د عظیمې جرګې سخت سپکاوی" بولي. غورځنګ تر دې مخکې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د پاکستان د ایین او قانون په چوکاټ کې د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

پي ټي اېم په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي. وفاقي حکومت پر داسې مهال اقدام کړی دی چې پېښور های کورټ پښتون ژغورنې غورځنګ ته د اکتوبر پر ۱۱مه د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د درې ورځنۍ غونډې اجازه ورکړه.

پي ټي اېم وايي چې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم ناستې ته یې د پاکستان د ټولو پښتون مېشته سیمو سیاستوالان، مشران، فعالان او مهم شخصیتونه وربللي دي چې پکې به پښتنو ته د ورپېښو لویو مسلو د هواري لارې چارې لټوي. د غورځنګ مشر منظور پشتین د اکتوبر پر پینځمه دعوه کړې چې پولیسو د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او تر اوسه یې د پي ټي اېم تر ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.

اخوا د پي ټي اېم یو مخکښ مشر حاجي عبدالصمد د اکتوبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې پر ګرفتاریو سربېره به هم د پښتنو په سیمو کې د امنیت او د طبیعي وسایلو د واک په اړه د بحث او د راتلونکې لپاره د متقفه تګلارې د جوړولو په موخه درې ورځنۍ جرګه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د علي وزیر، مولانا زینت الله افغان، شهزاد وزیر، سلمان توري او عزت الله افغان په ګډون د پي ټي اېم ځينې نور غړي وار له مخه د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې بنديان دي.

د پي ټي اېم مشران وايي چې پولیسو په مسلسلو چاپو کې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د جرګې لپاره خیمې لیرې کړې دي او هلته یې د غونډې د تیاري پر مهال د فعالانو پرضد اوښلن ګیس کارولی دی. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې پولیسو د اکتوبر له لومړۍ څخه تر درېیمې پورې څلور ځلې د جرګې پر ځای چاپه وهلې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د عامه نظم ګډوډۍ د مخنيوي په نامه دا کاروايۍ د وفاقي حکومت په امر شوې دي خو د کورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر پینځمه خبریالانو ته وویل چې پر پي ټي اېم د چاپو وهلو کار د صوبايي پولیسو دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې هغه عملیات د چا په امر کېږي او پي ټي اېم ولې د خپلې پراخې جرګې انتظاماتو بشپړولو ته نه پرېښوول کېږي. د پي ټې اېم مشران وايي چې پر ټولو محدودیتونو سربېره یې په رېګي للمه کې د اکتوبر ۱۱مې غونډې تیاریو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG