د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشتین: ریاست دې د پښتنو سیمو کې د عملیاتو پر ځای خلکو ته د وسایلو واک ورکړي


منظور پشتین په خیبر کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي - د اګست ۳۰مې انځور.
منظور پشتین په خیبر کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي - د اګست ۳۰مې انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، د پاکستان ریاست دې په پښتنو سیمو کې د پوځي عملياتو او جګړو کولو پر ځای خلکو ته د وسايلو واک ورکړي.

نوموړي د سېپټېمبر پر اوومه په باجوړ کې د بېلابېلو ګوندونو سلګونو ورټولو شويو غړو ته په وينا کې وويل چې نور په پښتنو سیمو کې د جنګ دوام د زغم نه دی.

هغه زیاته کړه چې حکومت دې د باجوړ او کونړ ترمینځ لارې د تجارت لپاره خلاصې او د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته دې د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې خنډونه ختم کړي.

د پي ټي اېم مشر د سېپټېمبر پر اوومه تر باجوړ مخکې مومندو ته ورغلی وو او هلته یې هم د ناامنۍ پرضد د ټولو پښتنو پر یو ځای کېدو ټینګار وکړ.

د پاکستان حکومت تر اوسه پورې د پشتين په خبرو څه غبرګون نه دی ښوولی. خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو وختونو کې ویلي چې د ناامنۍ د ختمولو لپاره عمليات ضروري دي.

منظور پشتین مومندو او باجوړ ته د دې لپاره ورغلی وو چې هلته ولسي مشران، دیني عالمان او سیاستوالان د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر کې د غورځنګ په کوربه توب کېدونکې هغې پراخې غونډې ته وروبولي چې پي ټي اېم ورته د "پښتون قامي عدالت" نوم ورکړی دی.

غورځنګ وايي چې په هغه درې ورځنۍ غونډه کې پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک ستونزو د هواري په اړه ګډه پرېکړه وکړي.

پشتین د هغې غونډې اعلان د جولای پر ۱۲مه د غورځنګ د یو مخکښ ګیله من وزیر په جنازه کې کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې. روانه اوونۍ د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې په حملو کې د پولیسو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز په خپل وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې په ټول هېواد کې "۵۹ ترهګر بریدونه شوي" چې ورڅخه یې "۲۹ په خیبر پښتونخوا،" "۲۸ په بلوچستان" او "دوه په پنجاب" کې ترسره شوي ول.

راپور وايي چې په هغو حملو کې ټول ۸۴ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل شوي ول.

اخوا د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر وايي چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د تېرې یوې میاشت په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پر مهال یې د یو مهم قومندان په ګډون ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

جنرال احمد شریف چودري زیاته کړه چې د پاکستان پوځ د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

XS
SM
MD
LG