د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي‌امين ګنډاپور: زه لادرکه نه وم، شپه مې په خیبر پښتونخوا هاوس کې تېره کړه


علي امين ګنډاپور په يوه جلسه کې - انځور له ارشیفه
علي امين ګنډاپور په يوه جلسه کې - انځور له ارشیفه

د اکتوبر پر شپږمه، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په بېړنۍ غونډه کي د صوبې د اعلا وزیر، علي امین ګنډاپور د "لادرکۍ" په اړه تود بحث روان وو چې ناڅاپه د ماخستن پر نهه نیمو بجو ګنډاپور اسمبلۍ ته ورغی.

نوموړي اسمبلۍ ته په وينا کې وويل چې هغه نیول شوی نه وو بلکې په اسلام اباد کې په پښتونخوا هاوس کې وو. ګنډاپور زیاته کړه چې رینجرز ځواکونو د نوموړي د نيولو لپاره څلور چاپې ووهلې خو هغه یې بیا هم پيدا نه شو کړلی. هغه وويل: زه هملته ووم. وفاقي حکومت دې هم واوري چې دا ستاسو د ای جي (انسپکټر جنرل) کارکردګي ده. دوی څلور چاپې ووهلې خو زه په خیبر پښتونخوا هاوس کې وم. ټوله شپه هلته وم."

ګنډاپور دا وضاحت ونکړ چې ولې په خیبرپښتونخوا هاوس کې پټ وو او پر هغه کومه مقدمه وه چې پولیسو يا رينجرز ځواکونو یې د نيولو کوښښ کاوه. تر دې مخکې په وفاق کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان حکومت کورنيوو چارو وزیر محسن نقوي خبریالانو ته ويلي وو چې ګنډاپور نه دوی نیولی او نه هم کومې بلې ادارې سره بندي دي.

تر دې مخکې تحريک انصاف (پي ټي ای) دعوه کړې وه چې اسلام اباد ته د مظاهرې لپاره تللی، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امين ګنډا پور "لادرکه" شوی دی. د ګوند مخکښ اسد قیصر د اکتوبر پر پينځمه شپې ناوخته په يو ويډيو بیان کې تور پورې کړ چې د ګنډاپور د غیبیدلو تور پر وفاقي حکومت پورې دی. "په اسلام اباد کې پر پښتونخوا هاوس د رېنجرز ځواک چاپه ډېره د افسوس او غندنې وړ ده. په دې اړه موږ د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ بیړنۍ غونډه وربللې ده.

د دې ترڅنګ موږ په دې معاملاتو کې د ټولې صوبې د ګوندونو او د مشرانو جرګې هم راغواړو چې په څه ډول اوس زموږ اعلا وزیر غیب دی، هغه تښتول شوی او نیول شوی دی. هغه د صوبې منتخب وزیر اعلا دی او دا نه یوازې د علي امین ګنډا پور بلکې د ټولې صوبې بې عزتي ده."

په خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د وزیراعلی تر څرګندېدو مخکې د هغه د لادرکۍ په اړه تود بجث وشو. په دغه مهال د پښتونخوا د د وزیراعلا خصوصي معاون او د صوبايي حکومت د کابینې غړي امجد علي د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وويل چې خیبرپښتونخوا هاوس د دې صوبې ملکیت دی او وفاقي حکومت واک نلري چې پر دغه ودانۍ عمليات وکړي.

خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو ځينو غړيو د تحريک انصاف پر صوبايي حکومت او وزیراعلی علي امين ګنډاپور نیوکې وکړي. د حزب اختلاف مشر عباد الله خان له مشال راډيو سره په مرکه کي وویل چې د اعلا وزیر په اسمبلۍ کي ناڅاپي ښکاره کېدل دا خبره په ډاګه کړه چې د صوبې اعلا وزیر پخپله ځان غیب کړی وو . عباد الله خان زیاته کړه چې اعلا وزیر په خپله وینا کي پر پوځي اسټبلیشمنټ نیوکې ونکړې او ټول تنقید یې د اسلام اباد د پولیسو پر مشر وو.

د اپوزیشن پيپلز پارټۍ غړي احمد کنډي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ بېړنۍ غونډه او دې غونډې ته د "خود ساخته لادرکه اعلا وزیر ورتلل یوه ډرامه" وه.

ګنډا پور او د تحریک انصاف نور مشران او پلویان د اکتوبر پر څلورمه د اسلام اباد جمهوریت څلورلارې یا ډي چوک ته د مظاهرې لپاره ورغلي ول. ګوند دا احتجاج د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره کړی وو.

د پاکستان مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د وفاقي ايتلافي حکومت د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر شپږمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګنډه پور نه حکومت او نه کومې استخباراتي ادارې نیولی دی. نوموړي وویل چې وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د ځای ځایګي پته لګولي ځکه چې د اسلام اباد له خیبر پښتونخوا هاوسه تللی دی.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې خبر نه دی چې ایا هغه اوس خیبر پښتونخوا ته رسېدلی دی او که نه. نقوي تر دې مخکې د اکتوبر پر پینځمه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې د ګنډه پور د لادرکۍ په اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو د اکتوبر پر شپږمه په بیان کې ویلي دي چې په هغه ښار کې د پي ټي ای د پلویانو او پولیسو ترمینځ په اخ و ډب کې یو سرتېري وژل شوی دی. پولیسو دعوه کړې چې د پي ټي ای پلویانو پر هغه پولیس تشدد وکړ، هغه یې ژوبل کړ چې وروسته یې سا ورکړه. تحریک انصاف لا د اسلام اباد د پولیسو د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د اکتوبر پر شپږمه یې وویل چې پر ټولو محدودیتونو سربېره احتجاج ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG