په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکی غیر دولتي سازمان "سیند سهاتي" وايي، په یاده صوبه کې په یو نیم کال موده کې ۳۳۱ ښځې او سړي د غیرت په نوم پېښو کې وژل شوي دي.
د سازمان تر مخه، په کال ۲۰۲۳ز کال کې ۱۶۵ ښځې او ۶۵ سړي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۰ ښځې او ۲۱ سړي وژل شوي دي. د دوی په وینا، په صوبه کې د ناموسي وژنو تر ټولو زیاتې پېښې ۵۷ پېښې په جیکب اباد ضلع کې شوې دي.
د اکتوبر پر ۱۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د غونډې په مهال د سازمان مشرې ډاکټرې عایشې داریجو مشال راډیو ته وویل، په سیند صوبه کې د غیرت په نوم د ښځو او سړو د وژلو پېښې پرلپسې زیاتېږي.
دې وویل، "د ۲۰۲۳ز کال له پیل څخه د ۲۰۲۴زکال تر جون میاشت پورې ۲۴۵ ښځې او ۸۶ سړي د غیرت په نوم وژل شوي دي. په دې موده کې تر ټولو زیاتې ۱۳ ښځې او ۱۰ سړي په جیکب اباد کې وژل شوي دي."
ډاکټرې عایشې وویل چې په کشمور، شکارپور، ګوټکي، سکر، خیرپور او لاړکانه کې هم ګڼې ښځې او سړي د ناموسي وژنو ښکار شوي دي.
هغې وویل دا هغه شمېره ده چې په اړه یې پولیسو مقدمې لیکلي دي. نېږدې ۳۰ سلنه هغه پېښو مقدمې نه لیکل کېږي او خلک یې پټوي.
په پاکستان کې ځینې وخت ښځې یا نارینه د کورنۍ د عزت د ساتلو په پلمه وژل کېږي، دا زیاتره هغه وخت کېږي چې کله څوک د کورنۍ خوښې پرته واده کوي یا د ټولنیزو اصولو څخه سرغړونه وکړي. معمولاً دا وژنې په کلیوالو سیمو کې کېږي او زیاتره وخت د کورنیو لخوا پټېږي، او ځینې وخت په جرګو کې هوارېږي.
ډاکټرې عایشې وویل چې تراوسه په هغو پېښو کې ککړ یوازې ۳۰ سلنه کسان پولیسو نیولي دي چې په هغوی کې ځینې د زورورو خلکو د جرګو له لارې د وژل شویو کسانو کورنیو هغوی معاف کړي او مقدمې یې بیرته اخیستې دي.
هغې وویل، ځینو ناموسي وژنو ته د ځان وژنې یا بلې کورنۍ جګړې نوم ورکول کېږي او زیاتره کورنۍ دغه ډول پېښې پټوي، او که چرته کومه پېښه هم وشي، نو هغه په کورنیو جرګو کې هواريږي.
د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر مياشت کې د ناموسي وژنو خلاف قانون منظور کړی دی. په دې قانون کې ویل شوي چې متاثره کورنۍ یوازې هغه مهال مجرم معاف کولای شي چې هغه ته د پانسۍ سزا وشي او د معافۍ باوجود به هم مجرم ۱۲ نیم کاله د بند سزا تېروي.
د خبري غونډې په مهال په کراچۍ کې د عیسایانو د حقونو لپاره کار کوونکې غزاله شفیق وویل، په سیند صوبه کې چې د غیرت په نوم څومره پېښې شوې، په دې کې د عیسایي او هندو لږکیو سره تعلق لرونکي هم هدف شوي دي.
دې وویل، په سیند صوبه کې د ماشومانو، نجونو او ښځو سره روان سلوک د نورو صوبو پرتله ډېر او د اندېښنې وړ دی. "دلته لږکیو نجونه او ځوانان بیا په بل نوم وژل کېږي. دا په ډاګه ده چې په زور د مذهب بدلولو تر ټولو زیاتې پېښې په سیند صوبه کې مخې ته راځي. په زور د لږکیو نجونه او پېغلې تښتول کېږي او وژل کېږي. دې له کبله په سیند کې مېشت لږکیو نجونه او ښځې د عدم تحفظ ښکار دي."
د خبري غونډې پر مهال د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د سیند مرستیالې مشرې مهناز شاه بیا وویل، په صوبه کې د بشري حقونو سرغړونې ورځ تر بلې زیاتېږي.
دې وویل، په تېرو ۲۵ - ۳۰ کالو کې په سیند کې په دې اړه هېڅ نه دي بدل شوي.
خو بلخوا د پاکستان پيپلز ګوند د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب دا تورونه رد کړي. مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، دوی په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو لپاره قانون سازي کړې، او هڅه کوي چې د ښځو حقونه خوندي کړي. هغه وویل چې د صوبې په ټولو محکمو کې د ښځو د ځورونو د مخنیوي لپاره ځانګړې کمېټې جوړې شوې دي. هغه وویل د صوبايي محتسب اداره جوړه شوې ده، چېرته چې ښځې شکایت کولی شي، او دغه اداره بیا د پېښې پلټنې کوي او اغېزمنو ښځو ته انصاف ورکوي.
صوبايي حکومت وايي، په صوبه کې د ښځو ځانګړې پولیس تاڼې هم جوړې شوې دي او په ځینو ځایونو کې ښځینه پولیس کارمندانې په ځای کړل شوې، چېرته چې ښځې کولی شي په اسانه راپور ورکړي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي چې په هغه هېواد کې هر کال تر ۱۰۰۰ زیاتې ښځې د 'ناموس په نوم' وژل کېږي.
کمېشن په وروستیو کې په خپل کلني راپور کې ویلي ول چې په ۲۰۲۳ کال کې په خیبر پښتونخوا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۸۷ پېښې ثبت شوې، چې پکې ۲۹۵ ښځې وژل شوې وې.