د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خیبر پښتونخوا په نوښار او د بلوچستان په چاغي ضلعو کې د ګوزڼ دوې نوې پېښې مخې ته راغلي دي چې دا ډول په پاکستان کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۴۳ ته لوړ شوی دی.
هغې ادارې پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د اکتوبر پر ۲۹مه د خيبر پښتونخوا د نوښار او د اکتوبر پر ۳۰مه د بلوچستان په چاغي ضلع کې د يو، يو ماشوم په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۲، په سیند کې ۱۲، په خیبر پښتونخوا کې اووه او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
په نوښار کې د پوليو نوې پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې په پاکستان کې د اکتوبر له ۲۸مې د ګوزڼ اووه ورځني واکسيني کيمپېن روان دی.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هلمند او کندهار دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.
په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.
روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.
د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.
په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.
دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.
له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.