چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان د میرامشا په تپي سیمه کې په یو کور کې د بارودو چاودنې پینځه تنه وژلي او ۱۴ یې ټپي کړي دي.
د ضلعي انتظامیې، استخباراتو او پوځ جلا، جلا چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د نومبر پر ۱۴مه سهار وختي شوې ده.
دوی وايي چې د معلوماتو له مخې هلته په یو کور کې ځینو کسانو په مزده ګاډي کې بارود ایښوول چې چاودنه وشوه او ورسره نېږدې بل کور هم ړنګ شو چې پکې یوه ښځه او څلور ماشومان ووژل شول.
دوی وايي، له ژوبلو څخه یې درې ښځې او اووه ماشومان دي.
چارواکو د هغو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه معلومات نه دي ورکړي او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم څه نه دي ویلي.
د میرامشا روغتون مشر ډاکتر حمید الله شاه د نومبر پر ۱۴مه د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې له ژوبلو څخه یې ځینې بنو ته لېږدولي دي.
ځايي خلکو هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې چاودنه ډېره زوروره وه او دواړه کورونه یې بشپړ ړنګ کړي دي.
تپي د میرامشا د ټوچي خوړ پر غاړه پروت کړی دی چې د وسلوالو پیاوړی پټنځای بلل کېږي.
په هغه سیمه کې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یوشمېر وسلوالې حملې شوې دي چې پکې سیاسي او مدني فعالان، مشران، عالمان او امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي په نخښه شوي دي. د ۲۰۲۴ز کال په مې کې په تپي کې وسلوالو ځايي خبریال او مدني فعال کامران داوړ د خپل کور مخې ته وویشت. د هم هغې میاشتې په پیل کې د جماعت اسلامي ځايي مشر ملک رحمان الله د وسلوالو په حمله کې ووژل شو.
تر دې مخکې په جنورۍ کې وسلوالو په هم هغه کلي کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی محسن داوړ د انتخاباتي کیمپېن پر مهال له بریده روغ ووت. په هم هغه میاشت کې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ته یو احتمالي خپلواک نوماند ملک کلیم الله وواژه.