د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس: اېبټ اباد کې یو سړي خپله خور وژلې ده


په پاکستان کې وخت په وخت پر ښځو د تشدد، تېري او د هغوی د وژنو ضد او د حقونو لپاره یې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې وخت په وخت پر ښځو د تشدد، تېري او د هغوی د وژنو ضد او د حقونو لپاره یې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې یو سړي خپله خور ویشتلې ده.

د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د سېپټېمبر پر ۱۸مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پېښه د سېپټېمبر پر ۱۶مه د اېبټ اباد په نګکي سیمه کې شوې ده.

پولیسو مشال راډیو ته د پېښې د ابتدايي پلټنیز راپور یا اېف ای ار یو نقل هم استولی دی چې پکې د نجلۍ عمر ۱۷ یا ۱۸ کاله ښوول شوی او مور یې پر ورور دعوه کړې ده چې د "ناموس په نوم" یې وژلې ده خو نور معلومات یې نه دي ورکړي. البته پولیس وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

راپور زیاتوي چې ملزم تر پېښې وروسته تښتېدلی دی چې لټون یې روان دی.

په پاکستان کې وخت په وخت دا ډول وژنې کېږي چې پرضد یې فعالانو په بیا بیا مظاهرې کړې دي. د اګست پر اوومه د اسلام اباد پولیسو د هغه ښار په ترنول کې د خیبر پښتونخوا د هنګو د یوې ښځې او سړي د وژنې خبر ورکړی وو. پولیسو په بیان کې ویلي ول چې هغو دواړو کسانو د کورنۍ له رضامندۍ پرته واده کړی وو او له کورونو تښتېدلي ول.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر درېیمه په بونېر کې د ښوونځي یوه استاده له واده څخه د انکار له وجې وژل شوې وه. داراز، د جولای پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې یو سړي له رشتې څخه د انکار پر سر خپلې درې خویندې ووژلې.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي چې په هغه هېواد کې هر کال تر ۱،۰۰۰ زیاتې ښځې د 'ناموس په نوم' وژل کېږي.

کمېشن په وروستیو کې په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۳ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۸۷ پېښې ثبت شوې چې پکې ۲۹۵ ښځې وژل شوې وې.

د پاکستان حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د 'ناموس' په نوم د وژنو مخنيوي او مجازاتو په قانون کې بدلون وکړ چې پکې راغلي چې په هغو ډول پېښو کې به ریاست (دولت) د تورن کس پر ضد د مقدمې فریق یا لوری کېږي او قضیه به پرمخ وړي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG