د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې ۲ پوځيان وژل شوي او د ۱ کس مړی موندل شوی

تازه شو

د خيبر پښتونخوا په بنو کې پوځیان تر حملې وروسته پهره کوي ـ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په بنو کې پوځیان تر حملې وروسته پهره کوي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په بنو کې دوه پوځي سرتېري وژل شوي او د يو کس مړی موندل شوی دی.

د بنو امنيتي او پوليس چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې پوځیانو د اکتوبر پر ۱۵مه د بنو په جانيخېلو (ځونيخېلو) کې ګزمه کوله چې وسلوالو ورباندې برید وکړ.

پوليس چارواکي زياتوي چې بل خوا د اکتوبر پر ۱۶مه د بنو د ډګري کالج مخې ته د يو ناپېژندل شوي تن مړی موندل شوی چې ويشتل شوی دی.

د هغو بريدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۱۴مه په بنو کې د پوليسو پر مرکز په وسلوال بريد او نښته کې د پينځو وسلوالو تر څنګ څلور پوليس ووژل شول او څلور نور ژوبل شول. د هغه بريد مسووليت هم چا نه وو منلی.

هغو بريدونو ته په پام په بنو کې پولیسو او ولس مظاهرې کړي او پرلتونه يې وهلي دي او پر حکومت يې غږ کړی چې سيمه دې له وسلوالو پاکه کړي.

په بنو کې پر پولیسو د بریدونو خلاف په سېپټېمبر میاشت کې پولیسو احتجاج کړی وو چې تر څو ورځو پورې روان وو.

د بنو په ګډون، په وروستیو کې په شمالي وزيرستان، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعيل خان او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د وکیلانو ټولنې (بار کونسل) په صوبه کې د ناامنۍ پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړی دی.

د وکیلانو ټولنې د اکتوبر پر ۱۶مه د خپل غوښتنلیک یو نقل د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته استولی دی چې پکې راغلي دي چې "په ټوله صوبه او په ځانګړې توګه په جنوبي ضلعو کې" د ناامنۍ له کبله وکیلان، ججان او نور عدالتي کارکوونکي له "لویو ستونزو" سره مخامخ دي.

په درخواست کې راغلي چې د ناامنۍ له وجې د "ټانک او جنوبي وزیرستان عدالتونه هم ډېره اسماعیل خان ته منتقل" شوي دي.

وکیلانو په غوښتنلیک کې صوبايي حکومت، د خیبر پښتونخوا مشر سېکرټر او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت فریقان کړي دي او له عدالته یې د لوړپوړو چارواکو د وربللو او ورڅخه د امنیت په اړه د پوښتنو کولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي دي چې د "ترهګرۍ ختمولو" ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG