د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په بنو کې یو پولیس افسر او دوه وسلوال وژل شوي


د خیبر پښتونخوا په بنو کې وخت ناوخته وسله وال پر پولیسو بریدونه کوي. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په بنو کې وخت ناوخته وسله وال پر پولیسو بریدونه کوي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د بنو پولیس وايي، هلته د وسله والو په برید کې د پولیسو یو افسر او د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه وسلوال وژل شوي.

د بنو تاڼې او پولیسو ویاند خنظ الله مشال راډیو ته وویل چې د دسمبر پر اتمه سهار مهال پر موټرسایکل سپرو وسله والو د بنو په ممه خېلو کې د پولیسو سب انسپکټر علي بهادر په ډزو وژلی دی.

ده وویل چې پر موټر سایکل سپرو دوو وسله والو برید وکړ او وتښېدل او په یو کور ننوتل خو پولیسو ورپسې شو او تر دوه ساعته ډزو وروسته یې دواړه وسله وال ووژل.

پولیس وايي چې په دې نښته کې د وژل شویو وسله والو مړي یې د بنو روغتون ته وړي دي. کومې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پېښې او د هغه په غبرګون کې د امنیتي ځواکونو کارروايۍ زیاتې شوې دي.

د پاکستان پوځ د دسمبر پر پنځمه په یو بیان کې ادعا کړې وه چې په جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې یې د عملیاتو پرمهال اته وسله وال وژلي وو.

تر هغه وړاندې د نومبر پر ۱۹مه د بنو په جانيخېلو(ځونیخېلو) وسله والو يو نامتو قبایلي مشر ملک شودي خان په ګډون څلور کسان وژلي او شپږ نور يې ټپیان کړي وو.

دوی مشال راډيو ته وويل چې ملک شودي خان په خپل موټر کې له جانیخېلو څخه د بنو پر لور روان وو چې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې. په وژل شويو کې هغه، د هغه وراره، يوه ښځه او ډرايور او په ژوبلو کې بیا يوه ښځه او درې ماشومان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جانيخېلو غړي ګران وزیر مشال راډيو ته وويل چې پر ملک شودي خان حمله د جانيخېلو پر سي پېک سړک شوې ده. پوليسو مشال راډيو ته ویلي وو چې د پېښې پلټنه کوي او مقدمه يې درج کړې ده.

ملک شودي خان د وړيکی اوسېدونکی او د سيمې په مخورو مشرانو کې وو. تراوسه پورې هېچا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

تر دې وړاندې نه يوازې په جانيخېلو بلکې په نورو قبايلي سيمو کې وسلوالو قبايلي مشران، مدني فعالان، سیاسي فعالان، پوليس او امنیتي ځواکونه وژلي دي چې پرضد يې ځايي خلکو مظاهرې، پرلتونه او پاڅونونه کړي دي.

په جانيخېلو د روان ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۲۱مه هم نامعلومه وسلوالو د امن غونډو منتظم او د جرګو یو مشر ډاکټر نور محمد وزیر په هدفي برید کې وژلی وو چې پرضد يې احتجاج کړی وو.

په جانیخېلو کې خلکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته رسولې وه.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

XS
SM
MD
LG