د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوالو مرستيال مشر: ځايي خلکو ته يو ځل بیا په شناختي‌ کارډ او تذکره د سفر اجازه ورکړل شوه


چمن پرلتوال - انځور له ارشیفه
چمن پرلتوال - انځور له ارشیفه

په چمن کې د ختم شوي پرلت مرستيال مشر وايي د جولای پر ۲۳مه يو‌ ځل بیا ځايي خلکو پر دغه لاره، د پاکستان او افغانستان ته پر شناختي‌کارډ او تذکره سفر پيل کړی دی.

عبدالرحیم پهلوان نن مشال رېډیو ته وویل چې د چمن دروازه د نن له سهار اتو بجو راهیسې د خلکو تګ راتګ لپاره خلاصه کړل شوې ده. د هغه په وينا پخپله هلته تللی وو او ليدلي‌ یې دي چې د افغانستان خواته د سپين بولدک او د پاکستان غاړې ته د چمن خلک په خپلو خپلو کارډونه تلل راتلل.

تر اوسه د بلوچستان حکومت په دې اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د چمن پرلت کمېټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر ولسیار خان بیګا مشال راډیو ته وویل چې دوی د جولايي پر ۲۲مه ټوله ورځ انتظار کړی خو هیڅوک هم پر شناختي کارډ افغانستان ته نه دي پرېښودل شوي. د نوموړي په وينا تر دې يوه ورځ‌ مخکې یې پرلت ځکه ختم کړ چې د حکومت لخوا ورغلي‌د مذاکراتو ډلې یې غوښتنې ومنلې.

پرلت ته د وینا په وخت د حکومت لخوا د ورغلي پلاوي يو مشر او پخواني صوبايي وزیر ملک عنایت کاسي وويل: "اوس خلک کولی شي په تذکره او شناختي کارډ تګ راتګ وکړي. بندیان مو هم دغه دی راوستلي دي. د پرلت بندي مشران راخوشي کول او د حکومت لخوا غوښتنې منل کېدل لویه بریا ده."

خو تر دې يوه ورځ وروسته ځايي خلکو وويل چې په چمن کې سرحدي ځواکونه دوی بغير له پاسپورټ او وېزې سفر ته نه پريږدي. د جولای پر ۲۲ مه دشپې د چمن اوسېدونکي حاجي صلاح الدین مشال راډيو ته وویل: " موږ سهار وختي دروازې ته ورغلو چې تر وروستي ګېټ پورې به ورسېدو نو بیرته به یې را پر شا کړو چې تاسو پر شناختي کارډ نشی تللی. موږ بیرته راستانه شو." د هغه په خبره " یواځي د پاسپورټ او وېزې لرلو خلګو ته اجازه ورکول کېده".

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې د چمن پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لګولی وو چې پرضد یې له هغه وخت د روانې جولايي میاشتې تر ۲۱مې پرلت روان وو. خلکو غوښتنه کوله چې د پخوا په څير دې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو ته په شناختي‌کارډ او تذکره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي ځکه چې په وينا یې دوی د ورځې د کاروبار او غم ښادۍ لپاره څو ځل ځي، راځي نو نه شي کولی چې هر وخت وېزې او ټاپي ووهي.

خو د پاکستاني پوځ وياند ميجرجنرل احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په پينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې پاکستان بايد افغانستان سره په شناختي کارډ او تذکره د تګ راتګ اجازه ورنه کړي ځکه چې په وينا یې د دوو هېوادونو ترمينځ بغیر له پاسپورټ او وېزې د سفر اجازه نه وي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG