د لاسرسي ځای

تازه خبر

۳ حکومت مخالفه ګوندونو له افغانستان سره د ټولو تجارتي لارو پرانیستو غوښتنه کړې


په چمن کې سلګونو خلکو پرلت وهلی دی - د جون ۱۳مې انځور.
په چمن کې سلګونو خلکو پرلت وهلی دی - د جون ۱۳مې انځور.

په پاکستان کې درو حکومت مخالفه ګوندونو تحریک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) له حکومته غوښتي دي چې له افغانستان سره دې د سوداګرۍ لپاره ټولې لارې پرانیزي.

د تحریک انصاف مخکښ اسد قیصر د جون پر ۲۷مه په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال وویل چې د سوداګریزو لارو بندېدو له وجې بې روزګاري زیاتېږي او اندېښنه ده چې ځوانان له وسلوالو ډلو سره ملګري شي.

د هغه په وینا، د ترهګرۍ د زیاتېدو وجه د پاکستاني حکومت دا ډول خرابې تګلارې دي چې ځوانان د ناامنیو خوا ته بیایي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر وخت وویل چې د چمن او انګور اډې لارې باید سمدستي خلاصې شي.

مولانا فضل الرحمان دعوه وکړه چې د چمن پرلتوال دومره غریب شوي دي چې د کور د ښځو ګاڼې خرڅوي خو حکومت ورباندې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د نومبر له پیل څخه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې خلکو په چمن او انګور اډه کې احتجاجي پرلت وواهه چې له اتو میاشتو راهیسې روان دی او هغه لارې تړلې دي.

احتجاجیان وايي چې حکومت دې ورته د پخوا په څېر په تذکره او شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه ورکړي ځکه چې نوي سفري مقررات یې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته کاروبارونه او ورځنۍ مزدوري اغېزمنوي.

خو حکومت دا غوښتنه ردوي او وايي چې د امنیت ساتلو لپاره ضروري ده چې هر سفر کوونکی پاسپورټ او ویزه ولري.

XS
SM
MD
LG