د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې په روانو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۴۲ ته لوړ شو


اکثره زخميان پاړه چينار روغتون ته وړل شوي دي
اکثره زخميان پاړه چينار روغتون ته وړل شوي دي

په کورمه کې د شيعه او سني مشرانو پر اوربند د سلا کېدو سربېره په تازه نښتو کې اووه نور کسان وژل شوي دي.

د سیمې خلک وایي په بالشخېلو کې جګړه درېدلې خو په خوارکلي، سده، سنګینه، کړمان، خومڅو او بوغکۍ کې نښتې شوي دي.

د روغتیا ادارې چارواکي وایي چې په تازه نښتو کې اووه کسان پکې وژل شوي او نهه ژوبل دي. د پاړه چینار روغتون مشر ډاکټر میرحسن جان مشال راډیو ته وویل چې ښای د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي. هغه وویل په سیمه کې حالات لا هم خراب دي."موږ ته داسې ښکاري چې نور مړي به هم راوړل کېږي. زموږ عمله ورته تیاره ده."

د روغتیا د محکمې چارواکي وایي، په نښتو کې د پیل راهسې تراوسه ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۷۰ ژوبل دي. دا په داسې حال کې ده چې چارواکو د جولای پر ۲۸مه وویل چې په سیمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تر پینځه ورځنیو خونړیو نښتو وروسته دواړه خواوې پر اوربند سلا شوې دي.

په کورمه دا مهال ټولې د تګ راتګ لارې بندې دي او حکومت پر موبایل او انټرنیټ خدماتو بندیز لګولی دی. په سیمه کې سرکاري دفترونه، سکولونه او بازارونه له تېرو پینځو ورځو راهیسې بند دي چې له امله یې د ځینو خلکو په کورونو کې د خوړو توکي کم شوي دي.

بلخوا د سیمې ځینو خلکو د روانې جګړې په ضد په پېښور کې احتجاج پیل کړی دی. هغوی د جګړې د سمدستي ودرولو ترڅنګ په سیمه کې د ځمکو پر د لانجو د دایمي ختمولو غوښتنې کوي.

د میر باغ عبدالخالق پټان وایي د ځمکو پر سر بیا بیا نښتې شوې دي خو لا یې هم حل نه راوځي. "موږ د پېښور پریس کلب مخې ته پرلت وهلی دی. موږ مقصد دادی چې د ځمکو لانجې دې حل شي. د دې ستونزو د حل لپاره چې کوم کمېشنونه جوړ شوي دي، هغوی دې خپلې فیصلې واوروي، که څوک هغه نه مني نو د سپریم کورټ او های کورټ لار به ورته خلاصه وي نو هلته تللی شي. ددې سره به دا وشي چې له کلي وطن څخه به جنګونه ووځي او عدالتونو ته به لاړ شي."

په کورمه کې د جګړې په اړه مو د سیمې د انتظامي مشر جاویدالله مسود سره بیا بیا اړیکه ونیوله خو هغه ځواب نه وایه. بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د سیمې استازي اینجینر حمیدالله مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې زیاتره جنګونه د ځمکو پر سر پیل شي چې وروسته فرقه ایزه شخړه ترې جوړه شي او درنه مرګ ژوبله واړوي.

هغه وویل، دې ته لومړیتوب ورکوي چې د ځمکو پر سر شخړې ختمې کړي. "زما پلان دادی چې خپلو کې کینو او دا ستونزې د کرمیوال په توګه په د پښتونوالې له لارې حل کړو."

د سیمې اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د کورمې په بوشهره کې نښته د مدګي کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې بیا د بالشخېلو، خوار کلي، سدې، سنګینې، غوز ګړۍ، کونج علیزیو، سپینې شګې او پیواړ تر سیمو وغځېدله.

تر اوسه معلومه نه ده چې نښته چا پیل کړه خو ژر په فرقه ییز تاوتریخوالي واوښته. د ملیخېلو اوسېدونکي حشمت علي د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په بوشهره کې یوې جرګې پر ۷۰ جریبه انتقالي ځمکه د لانجې د هواري فیصله عملي کوله چې ورباندې ډزې وشوې چې له کبله یې په سیمه کې نښتې پیل شوې.

په جرګه کې د امنیتي او انتظامي ادارو چارواکي هم ګډون کوي - د جولای ۲۵مې انځور.
په جرګه کې د امنیتي او انتظامي ادارو چارواکي هم ګډون کوي - د جولای ۲۵مې انځور.

په همدې حال کې سیاستوالانو، مدني فعالانو او ولسي وګړو د جولای پر ۲۷مه په پاړه چینار کې احتجاج وکړ او له چارواکو یې د نښتو درولو غوښتنه وکړه. د عوامي نیشنل ګوند یو سیاستوال نوشي جان د احتجاج پر مهال حیرانتیا وښوده چې څنګه د "ځمکې پر معمولي لانجې پیل شوي جنګ تراوسه دوام" موندلی دی.

اخوا د امامیه سټوډنټس اورګنایزېشن (امامیه محصلانو سازمان) هم له حکومته د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.

د شیعه زده‌ کوونکو هغه سازمان مشر حسن رضا د جولای پر ۲۷مه په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې یوشمېر ځوانان د زده کړو لپاره پېښور ته تللي خو د جګړې له وجې هلته بند پاتې دي او په کورمه کې خپلو کلیو ته نه شي ستنېدای.

ده زیاته کړه چې د سیمې خلک یې "امن غواړي او هېڅوک د جنګ په حق کې نه دي." له دې پرته د سنیانو او شیعه ګانو دیني عالمانو او ولسي مشرانو په سیمه کې پر روانو نښتو اندېښنه ښوولې او له چارواکو یې د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه کړې وه.

په ۲۰۰۸ کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي. خو په سیمه کې ډېری لانجې لا هم نه دي هوارې شوې چې پر سر یې وخت په وخت نښتې کېږي.

په بوشارو کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ځمکې د ملکیت پر سر د لانجو له وجې شخړې شوې دي. په هغه سیمه کې شیعه او سني وګړي مېشت دي او د ځمکو لانجو پر سر نښتې اکثر ژر په فرقه‌ يیز تاوتریخوالي اوړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG