د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاکنو کمېشن د خیبر پښتونخوا او پنجاب بلدیاتي حکومتونو استازو واکونه وځنډول


د پاکستان انتخاباتو کمېشن وداني - انځور له ارشيفه
د پاکستان انتخاباتو کمېشن وداني - انځور له ارشيفه

د پاکستان انتخاباتو کمېشن په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د بلدیاتي یا مقامي حکومتونو د استازو حیثیت تر انتخاباتو ځنډولی دی.

د خیبر پښتونخوا د ټاکنو کمېشن ویاند سهېل احمد د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وويل چې د دې کار مقصد د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کې شفافيت يقيني کول دي. "الېکشن کمېشن دا کار دې لپاره کړې چې دغه بلدیاتي نماینده ګان د صوبایی انتخاباتو په وخت اثر انداز نه شي او په شفافه طریقه باندې انتخابات ترسره شي."

د پاکستان الېکشن کمېشن دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې تېره مياشت د تحريک انصاف حکومتونو د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتې کړي. اوس په هغو صوبو کې نګران حکومتونه کار کوي. د صوبايي اسمبلیو د سیټونو ډکولو لپاره د ټاکنو کمېشن د مارچ ۱۶مې نېټې وړاندیز کړی وو خو ګورنر هغه نېټه حتمي کړې نه ده.

خو د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د فبرورۍ پر څلورمه وويل چې په صوبه کې د ناامنۍ پېښو ته په کتو به د ټاکنو پرېکړه وکړي. هغه په پېښور کې خبریالانو ته وويل چې د امن و امان په حواله له امنيتي ادراو سره مشاورت وکړي او بیا دې د انتخابات نېټه اعلان کړي.

غلام علي زیاته کړه چې په ۲۰۰۷ز کال کې د بېنظير بوټو شهادت غميزه وه ځکه هغه وخت انتخابات ځنډول شوي ول او نن د صوبې په هره ضلع کې همدغه شان غميزې کېږي. "په نن سبا حالاتو کې مشاورت ډېر زيات ضروري دی. د ايين په ۲۵۴مه ماده کې راغلي دي چې په داسې حالاتو کې به انتخابات ځنډول کېږي. دا پکې نه دي ويل شوي چې نه به کېږي. الېکشن کمېشن بايد په دې کې خپل کردار ولوبوي. بله دا چې يو سياسي ګوند ته چا ويلي ول چې استعفا ورکړي؟"

د تحریک انصاف مشرانو ويلي چې ټاکنې بايد د قانون له مخې، په ۹۰ ورځو کې دننه وشي. په همدې حال کې خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي حکومتونو استازو د ټاکنو کمېشن لخوا د دوی د اختياراتو ځنډولو پرېکړه غندلې ده. ځينو یې مشال راډيو ته ويلي چې په دې سره به د ولسي خدماتو بهیر ودريږي.

د خيبر قبايلي ضلعې د لواړګي تحصيل چيرمين شاه خالد شینواري د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د خیبر پښتونخوا لوکل ګورنمنټ اسوسيېشن به په دې لړ کې د فبرورۍ پر اوومه یوه غونډه کوي چې پکې به "حکمت عملي جوړوي او احتجاج" به کوي.

XS
SM
MD
LG