د اسلام اباد پولیسو ویلي دي چې د بشري حقونو چارو وکیله او فعاله ایمان زینب مزارۍ او د هغې مېړه هادي علي یې نیولي دي.
پولیسو د اکتوبر پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې تور پورې کړی دی چې هغوی یې پاکستان ته د "کرکټ یوې نړیوالې لوبډلې د سفر پر مهال د سرکار په کار کې د لاسوهنې په کولو د امنیتي ګواښ پیدا کولو" پر سر نیولي دي.
د اسلام اباد پولیسو دا نه ده روښانه کړې چې هغوی څنګه په سرکاري چارو کې مداخله کوله او کومه نړیواله لوبډله د پاکستان په سفر ده. البته په وروستیو کې د انګلستان (انګلینډ) د کرکټ لوبډله پاکستان ته تللې وه چې هلته یې درې ټېسټ یا پینځه ورځنۍ سیالۍ وکړې.
ایمان مزارۍ لا د ګرفتارۍ په اړه څه نه دي ویلي.
مزارۍ د بشري حقونو چارو نومیالۍ وکیله ده چې اکثر پر حکومتي تګلارو او امنیتي ادارو نیوکې کوي او د بشري او مدني حقونو د فعالانو او د حکومت او امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) منتقدو خبریالانو مقدمې پر مخ وړي.
نوموړې د خپل فعالیت پر سر مخکې هم نیول شوې ده. هغه په وروستي ځل د ۲۰۲۳ز کال په اوړي کې د قامي اسمبلۍ له پخواني غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له مخکښ مشر علي وزیر سره یو ځای د بغاوت په مقدمه کې ګرفتاره شوې وه چې بیا د اسلام اباد عدالت په ضمانت خوشې کړه.
وزیر او مزارۍ د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې پر امنيتي ادارو نيوکې کړې وې.
پولیسو وروسته وویل چې پر دواړو د پي ټي اېم په جلسه کې د وینا په سر د بغاوت مقدمې دایرې شوې دي چې پکې د ترهګرۍ ضد مجازاتو قانون مادې هم شاملې دي.
له دې پرته د اسلام اباد پولیسو پر دواړو د هغې احتجاجي جلسې پر مهال د لارو بندولو، د ګاډو ښیښو ماتولو او دولتي ودانیو ته د زیان رسولو او په سرکاري چارو کې د مداخلت په تور هم یوه مقدمه دایره کړې وه.
ایمان مزارۍ تر دې مخکې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې دولت یا ریاست یې د غږ خاموشه کولو لپاره ورباندې مقدمې دایروي.
دا راز، علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست له درېیمې راهیسې په زندان کې دی. د وزیر پرضد د ترهګرۍ په ګډون یوشمېر مقدمې دایرې شوې دي. نوموړی او د هغه وکیل د حکومتي وکیل دعوې ناسمې بولي او د وسلې او نشه يي توکو لرلو تورونه هم ردوي.
پر دې سربېره چې عدالت په څو قضیو کې وزیر ته ضمانت ورکړی دی، هغه د عامه نظم زیانمنولو په تور په زندان کې دي.
نوموړی او پي ټي اېم وايي چې د پاکستان د ایین او قانون له مخې د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه ورکوي.