د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې يو بل قبايلي مشر وژل شوی دی


په شمالي وزیرستان کې په ورستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي ـ انځور له ارشیفه.
په شمالي وزیرستان کې په ورستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې وسلوالو يو بل ځای مشر په هدفي بريد کې وژلی دی.

د میرلي پولیسو او ځايي خلکو مشال راډيو ته وويل چې ملک ابراهیم د ایپي کلي مشر وو چې وسلوالو د مارچ پر اتمه په هرمز اډه کې په ډزو وژلو.

پوليسو د نامعلومه وسلوالو پرضد مقدمه درج کړې او پلټني يې پيل کړي دي. د بريد ذمه واري چا نه ده منلي.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۸مه د میرلي په خیسور کې وسلوالو یو بل ځای مشر ریس خان په هدف کړی وو.

دا په روان ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ۱۲مه پېښه ده. تر دې مخکې بريدونه په میرلي، ميرامشا او نورو سیمو کې شوي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۵۰ زیات ولسي خلک، ځايي مشران، فعالان او ولسي او امنيتي چارواکي پکې په نښه شوي ول.

د فبرورۍ پر ۱۰مه په میرامشا کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته د انتخاباتي نتیجو بدلولو پر ضد په ډزو کې د ملي جمهوري غورځنګ څلور تنه ووژل شول او د ګوند مشر محسن داوړ په ګډون ۱۴ پکې ژوبل شول. اېن ډي اېم وایي هغه ډزې پرې امنیتي سرتېرو کړې وې. امنیتي سرتېرو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جنوري پر ۱۰مه، د میرامشا په تپي سیمه کې وسلوالو يو ځايي مشر او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د شمالي وزيرستان د پي کې ۱۰۴مې حلقې څوکۍ ته خپلواک احتمالي نوماند ملک کلیم الله له دوو نورو ملګرو سره يو ځای په هدفي برید کې وژلی وو.

تر هغه وړاندې، د جنورۍ پر پينځمه د شمالي وزیرستان په میرلي کې د سرکاري سکول یو ښوونکی په هدفي بريد کې وژل شوی وو.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه بيا د شمالي وزیرستان په ميرلي‌ کې وسلوالو د پنجاب شپږ کسان وژلي ول.

د پولیسو په خبره، هغه شپږ واړه کسان د پنجاب د ډېره غازي خان اوسېدونکي ول او په شمالي وزیرستان کې نایان ول.

تر هغه وروسته، د جنورۍ په درېیمه په میرلي کې د پولیسو یو سرتېری په هدفي برید کې وژل شوی وو.

پر همهغه ورځ د شمالي وزيرستان په تپي کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) د مشر محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ټولو بريدونه ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله، ناقانونه ګرځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان ده. هلته ځينې نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاليت لري.

په شمالي وزیرستان کې د نا امنۍ پر ضد احتجاجونه، جرګې او لاریونونه شوي دي خو حکومت او پوځ وایي په سیمه کې د امنیت راوستو ته ژمن دي او په دې لړ کې یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG