د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې"د مذهبي اقلیتونو ملي ورځ" لمانځل کېږي


په پېښور کې هندوان او سېکان د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.
په پېښور کې هندوان او سېکان د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د مذهبي اقلیتونو ملي ورځ لمانځل کېږي.

له ۲۰۰۹ز کال راهیسې هر کال د اګست ۱۱مه په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو او د هغوی د ژوند خوندي کولو لپاره ځانګړې کېږي.

پر دې ورځ د مذهبي اقلیتونو ټولنې او د بشري حقونو فعالان په بېلابېلو ښارونو کې د لاریونونو او غونډو له لارې له حکومته د لږکیو د مسلو د هواري غوښتنه کوي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې، د هغه ملک ۹۶ سلنه وګړي مسلمانان او نور یې مسیحیان (عیسویان)، هندوان، سېکان، او د نورو دینونو پیروان دي.

د اګست پر ۱۰مه، د پاکستان سپریم کورټ یو قاضي منصور علي‌ شاه په اسلام اباد کې سیمینار ته وویل چې په ملک کې اقلیتونه په زور د ودونو، جبري مذهب بدلولو، د پارېدلو خلکو په لاس د تشدد او وژنو او د مذهبي ازادۍ نه لرلو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه چې حکومت باید عملاً ثابته کړي چې په هغه هېواد کې لږکي خوندي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دي. په سیند او پنجاب کې د هندوانو او عیسویانو د نجونو جبري ودونه او د مذهب بدلول هغه څه دي چې په نړیواله کچه یې غبرګونونه پارولي دي.

داراز، په وروستیو کلونو کې د احمدیانو، عیسویانو او نورو لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي چې پکې یوشمېر خلکو ته مرګژوبله او داراز یې عبادتځایونو ته زیان اوښتی دی.

بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت د اګست پر ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حکومت په سرکاري نوکريو او د پارلېمان په څوکیو کې اقلیتونو ته د پینځه سلنه برخې ورکولو ته ژمن دی.

د ادارې پر ووبپاڼه په بیان کې راغلي چې حکومت کوښښ کوي چې ټولو مذهبي لږکیو ته ښه ژوند برابر کړي. په دې برخه کې حکومت د نوي پالیسیو او پروګرامونو د پلي کولو ژمنه کړې ده، خو د اقلیتونو د حقونو فعالانو په وینا، دا ژمنې تر اوسه په پوره ډول عملي شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اقلیتونو د حقونو فعالانو د اګست پر اتمه په کراچۍ کې په یوه خبري غونډه کې ویلي ول چې د سیند حکومت ورته د مذهبي ډلو د فشارونو له وجې د اګست پر ۱۱مه د لاریون اجازه نه ورکوي. خو چارواکو ویلي ول چې دا کار یې د امنیتي دلایلو پر اساس کړی دی.

البته تر دې یوه ورځ وروسته د سیند های کورټ حکومت ته حکم وکړ چې لږکیو ته دې د لاریون اجازه ورکړي او پر هغه ورځ دې یې امنیت وساتي.

د بشري حقونو کورني او نړیوال سازمانونه، اروپايي ټولنه، د امریکا بهرنيو چارو وزارت او ملګري ملتونه اکثر په خپلو کلنیو راپورونو کې په پاکستان کې د اقلیتونو مذهبي ازادیو پر تروړلو او د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې ښيي. دا ډول نړیوال فشارونه د پاکستان حکومت ته یو مهمه یادونه کوي چې د اقلیتونو حقونو ته جدي پام وکړي.

XS
SM
MD
LG