د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان کې پارېدلو خلکو یو سړی د مذهب سپکاوي په تور وژلی دی


د مردان د ساولډېر عمومي سړک - د مې اوومې انځور.
د مردان د ساولډېر عمومي سړک - د مې اوومې انځور.

ساولډېر، مردان - پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په مردان کې پارېدلو کسانو یو سړی د مذهب سپکاوي په تور وژلی دی.

پولیسو مشال راډيو ته په استولو معلوماتو کې ویلي دي چې پارېدلو خلکو د نګار عالم په نوم یو کس د مې پر شپږمه د ښار په ساولډېر وواژه.

عیني شاهدانو مشال راډيو ته وویل چې نوموړي د تحریک انصاف په یوه جلسه کې وینا کړې وه او ځینو خلکو ته یې خبرې د اسلام سپکاوی وبرېښېدې نو د هغه وهل یې پیل کړل. دوی دا هم ویلي چې نګار عالم هم هلته ملا وو چې ناروغان به یې دمول.

په ساولډېر کې د عالم د کور پر دېوال د دم او درود د خدماتو سوداګریزه خبرتیا هم لیکل شوې ده.

د مردان په ساولډېر کې د نګار عالم د کور پر دېوال د دم او درود د خدماتو سوداګریزه خبرتیا - د مې اوومې انځور
د مردان په ساولډېر کې د نګار عالم د کور پر دېوال د دم او درود د خدماتو سوداګریزه خبرتیا - د مې اوومې انځور

پر ټولنیزو شبکو یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې د هغه کس د وهلو پر مهال شاوخوا پولیس هم ښکاري.

د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته تایید کړه چې د عالم د وژنې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي، خو په دې اړه یې له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د نګار عالم ورور لعل جوهر د مې پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې پولیسو ورته ویلي دي چې د هغه جسد یې خاورو ته سپارلی دی. دی وايي، د کورنۍ دوه کسان یې پولیسو سره تللي دي چې د هغوی کور ته تر ورستنېدو وروسته به پته ولګي چې د عالم جنازه چېرې شوې او چېرې یې خاورو ته سپارلی دی.

د وژل شوي کس کلی له ساولډېره یوشمېر کېلومیټره لیرې دی او د هغه له کور سره شاوخوا پولیس ولاړ دي چې د مې پر اوومه یې د نګار عالم کور ته د غمشریکۍ او دوعا لپاره ورتلونکي یوشمېر کسان ستانه کړي دي. هلته ولاړو پولیسو مشال راډیو ته و نه ویل چې ولې یې خلک ستانه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي اعلاوزیر اعظم خان تر پېښې وروسته په یو بیان کې ویلي دي چې خلک باید قانون په لاس کې وا نه خلي.

نوموړي د مې پر شپږمه پر ټوېټر په بیان کې د ګوندونو پر غړو او پلویانو هم غږ کړی دی سیاسي غونډې دې تر سیاسته محدودې وساتي او سیاسي مسلو ته دې دیني رنګ نه ورکوي.

د مردان په ګډون په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې پارېدلو زده کوونکو او نورو کسانو د مشال خان په نوم خپل پوهنتوال او مدني فعال وژلی وو. وروسته د پولیسو پلټنو وښوده چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه وو کړی.

د مشال خان د وژنې په تور د خيبرپښتنونخوا پولیسو ۶۱ کسان چې پکې ۱۳ د پوهنتون چارواکي ول، ونيول چې بیا د شاوخوا يوه کال عدالتي اورېدنو وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت ۳۳ کسانو ته سزاګانې وارولې. عدالت د مشال د وژلو مهم تورن کس عمران علي ته د مرګ سزا ورکړه خو تر اپيل وروسته د ۲۰۲۰ز کال په نومبر مياشت کې پېښور های کورټ د مرګ سزا په عمر بند واړوله.

د دې پرضد د مشال خان پلار اقبال لالا په عدالت کې درخواست ورکړ او لاهم دا مهال دا قضيه په سپريم کورټ کې روانه ده.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

د اپرېل پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې پر یوه چینايي وګړي هم د اسلام د سپکاوي تور پورې شوی وو چې د ګرفتارۍ لپاره یې خلکو مظاهره کړې وه. حکومت هغه چینايي کارکوونکی په پوځي هېلېکاپټر کې اېبټ اباد ته واستاوه. تر دې مخکې، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په سيالکوټ کې پارېدلو کسانو یو سري لنکايی وګړی پریانتا کمار وژلی وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاتوي چې ریاست د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG