د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په تېره یوه میاشت کې بارانونو او سېلابونو تر ۱۲۰ زیات کسان وژلي دي


په لاهور کې تر باران وروسته پر سړک اوبه ډنډ شوې دي او درې ماشومانې په اوبو کې روانې دي - د اګست لومړۍ انځور.
په لاهور کې تر باران وروسته پر سړک اوبه ډنډ شوې دي او درې ماشومانې په اوبو کې روانې دي - د اګست لومړۍ انځور.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې په تېره یوه میاشت کې د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي دي.

اېن ډي اېم اې د اګست پر درېیمه په بیان کې ویلي دي چې په هېواد کې د روانو بارانونو له وجې په مختلفو سیمو کې د سېلاب امکان دی.

اداره وايي چې د ضلعي انتظامیو ته یې د ضروري اقداماتو سپارښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د موسمیاتو ادارې اټکل کړی دی چې د پشکال د بارانونو اوسنۍ لړۍ به د اګست تر ۱۲مې روانه وي او بیا د میاشتې په اخري اونۍ کې د نورو بارانونو امکان دی.

په عین وخت کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د روانو بارانونو پر مهال په مختلفو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی او تر ۳۵ زیات ژوبل دي.

ادارې د اګست پر درېیمه په بیان کې ویلي دي چې له وژل شویو څخه یې ۱۷ ماشومان او اته ښځې دي.

ادارې زیاته کړې چې روانو بارانونو او سېلابونو فصلونو او ودانیو ته هم زیانونه اړولي دي.

اخوا د اېن ډي اېم اې ویاند عاقب خان د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د بارانونو او سېلابونو له وجې اغېزمنو کورنیو ته خواړه او نور ضروري شیان استوي او بې کوره شویو ته سرپناه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تر پشکال وړاندې بارانونو تر۱۴۰ زیات کسان ووژل او پراخ مالي تاوانونه یې واړول.

له تېرو څو کلونو راهیسې د پشکال بارانونو په پاکستان کې، په ځانګړې توګه، په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر نیمايي پورې وي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او زېربنا ته د زیان لامل هم کېږي.

XS
SM
MD
LG