د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ پر خپل مشر محسن داوړ د ډزو پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی


په شمالي وزیرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ پلویان د احتجاج پر مهال ـ د فبرورۍ ۱۳مې انځور
په شمالي وزیرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ پلویان د احتجاج پر مهال ـ د فبرورۍ ۱۳مې انځور

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) په شمالي وزیرستان کې پر خپل مشر محسن داوړ او نورو غړو د ډزو پرضد احتجاجونو ته دوام ورکړی دی او هلته یې عمومي لارې تړلې دي.

اېن ډي اېم له حکومته غوښتنه کړې ده چې د شمالي وزیرستان د لوړپوړو چارواکو پرضد دې مقدمه دایره کړي.

په عین وخت کې درپه خېلو ویلي دي چې له اېن ډي اېم سره ګډو مظاهرو ته دوام ورکوي او ګواښ یې کړی دی چې که انتظامیې په ډزو کې د ککړو کسانو پرضد اقدام و نه کړ نو د فبرورۍ پر ۱۷مه په هغه ضلع کې کاربندیز کوي.

ملي جمهوري غورځنګ وايي چې محسن داوړ او ملګرو یې د فبرورۍ پر ۱۰مه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ انتخاباتو د نتیجو بدلولو پرضد احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.

ګوند وايي چې په پېښه کې یې درې غړي ووژل شول او د داوړ په ګډون ۱۵ تنه ژوبل شول.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ تر پېښې دوه ورځې وروسته دعوه وکړه چې داوړ او ملګري یې له وسلو سره په میرامشا کې د انتخاباتي افسر دفتر ته داخلېدل چې له سرتېرو سره یې نښته وشوه.

البته د شمالي وزيرستان په درپه خېلو کې یو پولیس چارواکي سید جلال د فبرورۍ پر ۱۳مه د اېن ډي اېم احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل چې په هغه پېښه کې د پولیسو هېڅ سرتېري ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

د اېن ډي اېم د خیبر پښتونخوا څانګې سېکرټر ندیم عسکر د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر، انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) او د امنیتي ادارو پرضد مقدمې دایروي.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۲او ۱۳مه هم پر خپل مشر محسن داوړ او نورو غړو د ډزو پرضد مظاهرې کړې وې او په شمالي وزیرستان کې یې لارې تړلې وې.

د هغه ګوند غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، ډېره اسماعیل خان، خیبر، د بلوچستان په ځینو برخو او د سیند په مرکز کراچۍ کې احتجاجي غونډې وکړې.

په پاکستان کې بېلابېلو ګوندونو او سازمانونو پر محسن داوړ او ملګرو یې د ډزو غندنه کړې ده.

د بشري حقونو کمېشن د فبرورۍ پر ۱۰مه پر اېکس په بیان کې پر داوړ د حملې غندلو تر څنګ له حکومته د پېښې د "سمدستي او رڼو پلټنو" غوښتنه وکړه.

محسن داوړ تر ژوبلېدو مخکې پر اېکس ليکلي ول چې د انتخاباتي کمېشن له خوا ګومارل شوي چارواکي د ټاکنو په نتيجو کې درغلي کوي او سربېره پر دې چې نوموړي هلته تر ټولو زياتې رايې اخيستي دي، نتيجه نه اعلانوي.

ده تور پورې کړی وو چې په شمالي وزيرستان کې د قامي اسمبلۍ د يوې او د صوبايي اسمبلۍ د دوو حلقو تر انتخاباتو وروسته نتیجې بدلې شوې دي.

د انتخاباتي کمېشن چارواکو د اېن ډي اېم د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د هغه تر ژوبلېدو وروسته د شمالي وزيرستان ريټرنېنګ افسر قيصر خان کونډي د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ د جمعيت علمای اسلام (ف) د نوماند مصباح الدين د بريا خبرپاڼه خپره کړه.

کمېشن دریځ لري چې په هېواد کې انتخاباتي بهیر پوره شفاف او عادلانه وو او که څوک ورباندې اعتراض لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.

محسن داوړ د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر پالیسيو د نيوکو لپاره پېژندل کېږي او په دې ترڅ کې یې څه موده په زندان کې هم تېره کړې ده.

د جنورۍ پر درېیمه هم د شمالي وزيرستان په تپي کې د محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

داوړ په ۲۰۱۸ز کال کې له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

XS
SM
MD
LG