د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټي د اېتلافي وفاقي حکومت پر جوړولو سلا شوي دي


د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف (ښي خوا ته) او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د خبري غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.
د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف (ښي خوا ته) او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د خبري غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د پاکستان دوه لوی ګوندونه مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټي تر اوږدو خبرو وروسته په وفاق کې د حکومت پر جوړولو سلا شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۰مه شپې مهال د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف په اسلام اباد کې سره ولیدل. په غونډه کې د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري هم موجود وو.

تر ناستې وروسته بلاول بوټو زرداري خبري غونډې ته وویل چې دواړو ګوندونو د حکومت جوړولو لپاره په قامي اسمبلۍ کې د اړینو غړو شمېر پوره کړی دی.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي. د دې له مخې، د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت یعنې د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ضرورت وي.

د مسلم لیګ (ن) مشر شهبازشریف وویل چې د حکومت جوړولو په درشل کې دي چې متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي)، مسلم لیګ (ق) او استحکام پاکستان ګوند به یې هم برخه وي.

په مذاکراتو کې هوکړه وشوه چې شهباز شریف به د وزیراعظم څوکۍ لپاره او اصف علي زرداري به د ولسمشر څوکۍ لپاره د هغوی ګډ کاندیدان وي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۳مه د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ق)، اېم کیو اېم پي، استحکام پاکستان پارټۍ او د بلوچستان عوامي ګوند مخکښه مشرانو په اسلام اباد کې د ګډې خبري غونډې پر مهال د اېتلافي حکومت جوړولو اعلان وکړ خو په دې لړ کې پرمختګ و نه شو.

البته د دواړو ګوندونو د مشرانو تر مینځ د حکومت جوړولو په اړه نورې ناستې هم وشوې.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې چې پکې د غیر حتمي نتیجو له مخې، مسلم لیګ (ن) په قامي اسمبلۍ کې ۸۰، پیپلز پارټۍ ۵۴ او اېم کیو اېم پي ۱۷ څوکۍ ګټلي دي.

مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ د ګډ حکومت جوړولو اعلان پر داسې مهال کړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف مشر ګوهر خان د فبرورۍ پر ۱۹مه وویل چې په عامو انتخاباتو کې یې بریالي شوي خپلواک غړي د قامي، پنجاب او خيبر پښتونخوا اسمبلیو لپاره په سني اتحاد کونسل کې شاملېږي.

نوموړي په اسلام اباد کې د سني اتحاد کونسل له مشر حامد رضا او د مجلس وحدت مسلمين له مشر راجا ناصر عباس سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې دا پرېکړه هغوی ټولو په سلا کړې ده.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.

د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.

په قامي اسمبلۍ کې د ښځو او د لږکیو ځانګړې څوکۍ هر ګوند په مستقیمو انتخاباتو کې د ګټلو څوکیو په تناسب ترلاسه کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي نتیجو سره سم، د تحریک انصاف ۹۲ ملاتړیو د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې دي او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې یې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی.

دا راز، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د حکومت برخه نه جوړېږي او د هغه ګوند به په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن پر څوکیو کښېني. جمعیت په قامي اسمبلۍ کې څلور څوکۍ لري.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG