د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د جمرود جومات ځانمرګي برید مقدمه کې ۵ مشکوک وسلوال نومولي دي


پولیس او نور چارواکي د جمرود په ځانمرګي برید کې د علي مسجد تاڼېدار عدنان اپرېدي د جنازې پر مهال - د جولای ۲۵مې انځور.
پولیس او نور چارواکي د جمرود په ځانمرګي برید کې د علي مسجد تاڼېدار عدنان اپرېدي د جنازې پر مهال - د جولای ۲۵مې انځور.

د پېښور پولیس وايي، د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تاڼه کې یې د پینځو مشکوکو وسلوالو پرضد روانه اوونۍ د خیبر په جمرود کې په جومات کې د ځانمرګي برید د تنظیمولو او ترسره کولو په تور مقدمه دایره کړې ده.

د پېښور پولیسو د جولای پر ۲۸مه په بیان کې ویلي دي چې د جولای پر ۲۵مه د انصار افغاني په نوم یو کس د جمرود په غار اوبو کلي کې د جومات دننه ځانمرګی برید کړی وو چې پکې د علي مسجد اېډېشنل تاڼېدار عدنان اپرېدی وژل شوی وو.

د پولیسو په رپورټ کې د افغاني په ګډون د پینځو نورو مشکوکو وسلوالو نومونه هم شامل دي. په رپورټ کې راغلي چې د ابوذر اپرېدي په نوم یو کس د افغاني مرستیال وو چې پولیسو د برید پر مهال نیولی وو. له دې پرته په مقدمه کې د عبدالله شلماني، کمانډر ایوب او کاشف نومونه شامل دي.

د پولیسو په بیان کې راغلي دي چې ابوذر اپرېدي ځانمرګي بریدګر ته د بارودو واسکټ وراغوستی وو او غوښتل یې چې د پولیسو د ګزمې ګاډی په نښه کړي خو هدف ته و نه رسېدل.

پولیس دعوه کوي چې اپرېدي ورته په لومړي بیان کې ویلي دي چې د برید پلان یې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په وینا تیار کړی وو خو هغې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي او د جولای ۲۵مې د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د پېښور د پولیسو مشر اشفاق انور رسنیو ته ویلي دي چې د جمرود پولیسو وار له مخه د پټو معلوماتو پر اساس په غار اوبو کلي کې د مشکوکو کسانو لټون کاوه او چې کله یو کس جومات ته ننوت نو د علي مسجد تاڼې اېډېشنل اېس اېچ او عدنان اپرېدی پسې ورغی او په چاودنه کې ووژل شو. په هغه پېښه کې د جومات چت هم پرېوتی وو.

د خیبر خلکو له حکومته د وسلوالو پر ضد د بې پرې عملیاتو غوښتنه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

پولیس زیاتوي چې د ځانمرګي بریدګر د وجود نمونې یې د ډي اېن اې معاینې لپاره لېبارټرۍ ته استولې دي. د ډي اېن اې معاینه د خلکو د شناخت او کورنۍ په اړه په معلوماتو غونډولو کې مرسته کوي.

په وروستیو اوونیو کې د خیبر او پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې بریدونه شوي دي.

د جولای پر ۲۰مه د خیبر ضلعې په باړه کې د پخواني تحصیل پر ودانۍ په ځانمرګو بریدونو کې څلور پولیس ووژل شول او د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شول.

د رسنیو په وینا، تر دې یوه ورځ مخکې په پېښور او ډېره اسماعیل خان کې په وسلوالو حملو کې درې پولیس سرتېري ووژل شول.

داراز، د جولای پر ۱۸مه د پېښور په حیات اباد کې د اېف سي ځواک له یوه ګاډي سره نېږدې په ځانمرګي برید کې اته تنه ژوبل شول.

خو د پېښور پولیس وايي، د ناامنۍ مخنیوي لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی او د وسلوالو پرضد عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG