د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د خلیل اپرېدي د وژنې پر ضد احتجاجي پرلت دوام لري


د جون پر ۲۵مه د احتجاج په مهال د لنډي کوتل ځوانانو د امن لپاره په لاسونو کې لوحه نیولې ده.
د جون پر ۲۵مه د احتجاج په مهال د لنډي کوتل ځوانانو د امن لپاره په لاسونو کې لوحه نیولې ده.

د خیبر پښتونخوا خیبر په ضلع کې د خبریال خلیل جبران اپرېدي تر وژنې وروسته په لنډي کوتل (لواړګي) کې احتجاجي پرلت دوام لري.

د خیبر پولیس وايي چې خلیل اپرېدی د جون پر ۱۸مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د لواړګي په سلطانخېلو مزرینه کې هغه وخت پټ مخو وسلوالو وواژه چې کله هغه خپل کور ته پر لاره وو.

د نوموړي د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې خو د هغه کورنۍ او د لواړګي د خبریالانو مرکز چارواکي وايي چې وسلوالو ورته له اوږدې مودې راهیسې ګواښونه کول.

د نوموړي د وژنې پرضد پرلت د خیبر درې پر لار د سرک یوې غاړې ته روان دی او هره ورځ ورته سیاسي او ټولنیز فعالان ویناګانې کوي او هلته په مختلفو ځایونو کې د امن لاریونونو او احتجاجونو لپاره پلانونه جوړوي.

د جون پر ۲۹مه، د خیبر قومي اتحاد یو مشر شاه خالد شینواري پرلتوالو ته وویل چې په سیمه کې د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي، هره اونۍ به لویې او وړې غونډې نیسي او د ضلعې په بېلا بېلو برخو کې به جرګې او احتجاجونه کوي. " د جولای پر لومړۍ به د خیبر درې لار په چروازګۍ کې د څه وخت لپاره تړو او هلته به احتجاج کوو."

په خیبر کې پخوا هم د ناامنۍ ضد احتجاجونه، جرګې او لاریونونه شوي دي خو د جون پر ۱۸مه د خبریال خلیل اپرېدي تر وژنې وروسته د احتجاجونو لړۍ تېزه شوې ده چې پکې ځای خلکو له حکومت او امنيتي ادارو د اپرېدي په وژنه کې د ککړو خلکو نیولو او په سیمه کې د بدامنۍ ختمولو غوښتنه کړې ده.

پرلت ته د قامي اتحاد یو بل مخکښ ضیا الحق اپرېدي وویل چې د سیمې امن د ټولو قامونو ضرورت دی. "له تېرو غونډو او احتجاجي مظاهرو ثابته شوې چې قوم ویښ شوی او په هر قیمت امن غواړي."

د خیبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۲۰مه ویلي ول چې د خلیل اپرېدي په وژنه کې به ککړ کسان ژر ونیسي.

د خیبر پولیس وایي د خلیل اپرېدي او په سیمه کې په شویو نورو وژنو کې په ککړو کسانو پسې ګرځي.

د سیمې د پولیس ویاند ظهیر خان اپرېدي مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د خیبر د پولیسو مشر سلیم کلاچي په ټوله ضلع کې پر داخلي او خارجي لارو یې پولیس ځای پر ځای کړي، ناکې یې لګولې دي او کلک امنیتي ګامونه یې پورته کړي دي.

خیبر ضلع خپل تاریخي، اقتصادي او امنیتي اهمیت لري. دا سیمه د خیبر دره لري چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ده.

د پاکستان پوځ له ۲۰۱۴ز کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د هغې ضلعې په بېلا بېلو برخو کې عملیات شوي ول چې پر اساس یې هغه سیمه له وسلوالو پاکه وګرځوله. د عملیاتو له وجې زرګونه کورنۍ بې ځای شوې وې. په خیبر کې په وروستیو کلونو کې ناامني بیا زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG