د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې وسلوالو یو پولیس او یو د ایف سي عسکر وژلي دي‌


د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې په دې وروستیو کې ناامنۍ ډېرې زیاتې شوې دي. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې په دې وروستیو کې ناامنۍ ډېرې زیاتې شوې دي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع خیبر کې وسلوالو د جون پر ۳۰مه شپې مهال پر تخته بېګ تلاشۍ پوستې په بريد کې يو پوليس او يو د اېف سي ځواک سرتېری وژلی دی.

دا خبره د خيبر د پوليسو مشر (ډي پي او) سلیم کلاچي د جولايي‌ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وکړه.

نوموړي زياته کړه چې پوليسو او اېف سي د خيبر درې پر لويه لار ناکه لګولې وه چې د وسلوالو د درنو وسلو تر بريد لاندې راغلل.

د ډي پي او په خبره، د پوليسو د ځوابي کارروايۍ په نتيجه کې وسلوال تښتېدلي خو دوی سيمې ته اضافي نفري وربللې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي.

د خيبر د دې بېګانۍ حملې ذمه واري تر دې دمه کومې وسله والې ډلې منلې نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبرکې د تیرو دوو اوونيو د ناامنۍ پېښو د هغه ضلعې خلک د خپل امنيت له پلوه اندېښمن کړي دي.

دوی د ضلعې په مرکز لواړګې یا لنډي کوتل کې پرلت جاري ساتلی دی. دا پرلت له هغه وروسته پیل شوی وو چې وسلوالو د جون پر ۱۸مه ځايي خبریال خبریال خلیل جبران اپرېدي وواژی.

د خیبر پولیس وايي چې خلیل اپرېدی د جون پر ۱۸مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د لواړګي په سلطانخېلو مزرینه کې هغه وخت پټ مخو وسلوالو وواژه چې کله هغه خپل کور ته پر لاره وو.

د نوموړي د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې خو د هغه کورنۍ او د لواړګي د خبریالانو مرکز چارواکي وايي چې وسلوالو ورته له اوږدې مودې راهیسې ګواښونه کول.

د نوموړي د وژنې پرضد پرلت د خیبر درې پر لار د سرک یوې غاړې ته روان دی او هره ورځ ورته سیاسي او ټولنیز فعالان ویناګانې کوي او هلته په مختلفو ځایونو کې د امن لاریونونو او احتجاجونو لپاره پلانونه جوړوي.

د جون پر ۲۹مه، د خیبر قومي اتحاد یو مشر شاه خالد شینواري پرلتوالو ته وویل چې په سیمه کې د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي، هره اونۍ به لویې او وړې غونډې نیسي او د ضلعې په بېلا بېلو برخو کې به جرګې او احتجاجونه کوي. " د جولای پر لومړۍ به د خیبر درې لار په چروازګۍ کې د څه وخت لپاره تړو او هلته به احتجاج کوو."

په خیبر کې پخوا هم د ناامنۍ ضد احتجاجونه، جرګې او لاریونونه شوي دي خو د جون پر ۱۸مه د خبریال خلیل اپرېدي تر وژنې وروسته د احتجاجونو لړۍ تېزه شوې ده چې پکې ځای خلکو له حکومت او امنيتي ادارو د اپرېدي په وژنه کې د ککړو خلکو نیولو او په سیمه کې د بدامنۍ ختمولو غوښتنه کړې ده.

پرلت ته د قامي اتحاد یو بل مخکښ ضیا الحق اپرېدي وویل چې د سیمې امن د ټولو قامونو ضرورت دی. "له تېرو غونډو او احتجاجي مظاهرو ثابته شوې چې قوم ویښ شوی او په هر قیمت امن غواړي."

د خیبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۲۰مه ویلي ول چې د خلیل اپرېدي په وژنه کې به ککړ کسان ژر ونیسي.

د خیبر پولیس وایي د خلیل اپرېدي او په سیمه کې په شویو نورو وژنو کې په ککړو کسانو پسې ګرځي.

د سیمې د پولیس ویاند ظهیر خان اپرېدي مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د خیبر د پولیسو مشر سلیم کلاچي په ټوله ضلع کې پر داخلي او خارجي لارو یې پولیس ځای پر ځای کړي، ناکې یې لګولې دي او کلک امنیتي ګامونه یې پورته کړي دي.

خیبر ضلع خپل تاریخي، اقتصادي او امنیتي اهمیت لري. دا سیمه د خیبر دره لري چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ده.

د پاکستان پوځ له ۲۰۱۴ز کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د هغې ضلعې په بېلا بېلو برخو کې عملیات شوي ول چې پر اساس یې هغه سیمه له وسلوالو پاکه وګرځوله. د عملیاتو له وجې زرګونه کورنۍ بې ځای شوې وې. په خیبر کې په وروستیو کلونو کې ناامني بیا زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG