د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د خپلو مشرانو خوشې کولو لپاره احتجاج کړی دی


په سوات کې د تحریک انصاف پلویانو د مارچ پر ۲۴مه تر روژه ماتې وروسته مظاهره وکړه.
په سوات کې د تحریک انصاف پلویانو د مارچ پر ۲۴مه تر روژه ماتې وروسته مظاهره وکړه.

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د خیبر پښتونخوا په سوات کې د خپلو مشرانو د خوشې کولو او د مخکښو سیاستوالانو پرضد د مقدمو ختمولو لپاره احتجاج کړی دی.

د مارچ پر ۲۴مه په مينګوره کې تر مظاهرې وروسته د هغه ګوند يو ځايي مشر او د قامي اسمبلۍ غړي سهېل سلطان مشال راډيو ته وويل چې پخوانی وزيراعظم او د تحريک انصاف باني عمران خان دې له زندانه خوشې شي. "زموږ دا مظاهرې به تر هغې جاري وي چې زموږ مشر عمران خان له جېله نه وي خوشې شوی او د مراد سعيد په شمول د ټولو نورو مشرانو پر ضد د پولیسو ليکلې مقدمې واپس نه وي اخیستل شوې."

د تحريک انصاف رهبر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د دولتي رازونو افشا کولو او د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې د راولپېنډۍ د اډیالې په زندان کې بندي دی. د هغه ګوند ټولې قضیې سیاسي سازش بولي.

له نوموړي پرته د تحریک انصاف بل مخکښ مشر او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم د دولتي رازونو افشا کولو په تور په اډیالې زندان کې دی. هغه هم پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

بلخوا مراد سعيد او د تحريک انصاف ځينې نور مشرانو چې د ۲۰۲۳ز کال د مې نهمې او ۱۰مې په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن دي، ځانونه د پولیسو له ګرفتاریو پټ کړي دي.

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

عمران خان تور پورې کوي چې سرکاري دفترونو ته دوی نه بلکې د استخباراتي ادارو اهلکارانو زیان رسولی وو چې مقصد یې د تحريک انصاف پر ضد مقدمې جوړول وو.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG