د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅو یووالي کمېټۍ وايي پولیسو د ډاکټرې ماهرنګ لپاره پر احتجاج کوونکو تشدد کړی


په کوټه کې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ په پرلت کې ګڼ فعالان شامل دي - د مارچ ۲۲مې انځور.
په کوټه کې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ په پرلت کې ګڼ فعالان شامل دي - د مارچ ۲۲مې انځور.

د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټي وايي، په مرکز کوټه کې پولیسو د هغو بلوڅ فعالانو پرضد کاروايي کړې او ورباندې یې تشدد کړی دی چې د خپلې یوې مخکښې مشر ماهرنګ بلوڅې د خوشې کولو او د ورکو کسانو د موندلو لپاره یې احتجاج کاوه.

د بلوڅو د یووالي کمېټۍ مرکزي غړي صبغت الله شاه د مارچ پر ۲۲مه شپې ناوخته په یو ویډیویي پیغام کې تور پورې کړ چې پولیسو او د رياستي ادارو کارکوونکو پر سریاب سړک پر احتجاجیانو ډزې کړې دي، اوښلن ګیس ورباندې پاشلی او د دوی "ګڼ پلويان يې ژوبل" کړي دي.

نوموړي په دې بیان کې پر خلکو غږ کړی چې سوله ییز دې پاتې شي.

د بلوچستان حکومت تر اوسه صبغت الله شاه د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار د بلوڅانو د یووالي کمېټي تورنه کړې چې د ریاست پرضد د خلکو پارولو هڅه کوي.

بل پلو د کوټې کمشنر حمزه شفقات د مارچ پر ۲۲مه په بيان کې تور پورې کړی چې مظاهرچیانو پر سریاب سړک د ښار د امنیت لپاره د څارګرو کیمرو، ډاکخانې ودانيو، ټرانسپورټ اډو او ګاډو ته زيان رسولی دی.

خو شاه د مارچ پر ۲۲مه په خپل ویډیويي بیان کې د چارواکو دا تور رد کړ. "ریاستي ادارې پر خلکو تشدد او ډزې کوي، په خپله سرکاري ځایونو ته اور اچوي او بیا یې تور پر خلکو پورې کوي."

په سیمه کې تازه احتجاج تر هغې وروسته شوی چې پولیسو د مارچ پر ۲۲مه سهار وختي تایید کړه چې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشره ډاکتره ماهرنګ بلوڅه او یوشمېر نور فعالان یې نيولي دي.

کمېټۍ د مارچ پر ۲۲مه پر اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي ول چې پولیسو او انتظامیې د دوی د وژل شویو کسانو مړي هم په تحویل کې اخیستي دي.

کمېټۍ له خپرې کړې ویډیو سره لیکلي چې پولیسو د ځینو ګرفتاره فعالانو خوشې کولو لپاره پر احتجاجي پرلت په چاپه کې ښځې او ماشومان هم ځپلي دي. خو د بلوچستان حکومت دا تورونه رد کړي ول.

ډاکترې ماهرنګ بلوڅې تر نیول کېدو وړاندې د مارچ پر ۲۱مه شپې مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیسو یې پر سوله ییزو مظاهرچیانو دزې کړې دي چې پکې د یو "۱۲ کلن" ماشوم په ګډون "درې تنه وژل" شوي او "۱۳ ژوبل" دي.

نوموړې وویل چې کله فعالانو ژوبل کسان روغتون ته ولېږدول، نو پولیسو هلته ونیول.

بلوڅې زیاته کړه، "دا رياست چې څومره هم ظلم کوي موږ له خپلو غوښتنو نه په شا کېږو او مخکې چې هرڅه کېږي رياست به يي ذمه وار وي."

خو د بلوچستان حکومت ویاند شا‌هد رند وروسته رسنيو ته په استولي بيان کې تور پورې کړ چې مظاهرچیانو پر پولیسو تشدد کړی دی چې پکې د سرتېرو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل شوي دي. "احتجاجیانو قامي لاره بنده کړې وه، چې له امله یې عام خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي. پولیس د قانون له مخې د لارې خلاصولو ته پابند دي."

بلوڅ يکجهتۍ کمېټۍ د مارچ پر ۲۱مه د خپلو هغو فعالانو د خوشي کولو لپاره مظاهره کوله چې په وینا یې، د پولیسو د ترهګرۍ مخنيوي څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) د مارچ پر ۲۰مه نيولي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې زیاتې شوې دي. په هغه صوبه کې بلوڅ بېلتونپالو او نورو وسلوالو بریدونو ته زور ورکړی دی. په همدې حال کې هلته د ناامنۍ پرضد او د ورکو کسانو خوشې کولو لپاره احتجاجونه هم زیات شوي دي.

بلوڅ ملتپال تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو په لسګونه زره بلوڅ فعالان لادرکه کړي او زرګونه نور یې وژلي دي. خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو تل داسې تورونه رد کړي دي.

پوځ وايي، د ورکو کسانو شمېر هومره نه دی چې څومره یې فعالان او د بشري حقونو سازمانونه یادوي او زیاتوي چې ډېری هغه خلک چې بې درکه بلل کېږي، په وسلوالو ډلو ورګډ شوي چې ځینې یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت په بیا بیا ټینګار کړی چې د جبري بې درکیو مسلې هواري ته ژمن دی خو زیاتوي چې دا کار په لنډ وخت کې نه شي کېدای.


XS
SM
MD
LG