د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات قامي جرګه وايي سېپټېمبر کې د سيمې د امنیت په اړه "لویه غونډه" کوي


سوات قامي جرګې تر دې مخکې هم د امنیت په اړه غونډې او احتجاجونه کړي دي - پخوانی انځور
سوات قامي جرګې تر دې مخکې هم د امنیت په اړه غونډې او احتجاجونه کړي دي - پخوانی انځور

د سوات قامي جرګه وايي چې د سېپټېمبر پر اتمه د امنيت پر موضوع "يوه لويه" غونډه کوي او په سيمه کې "هېڅ پوځي عمليات" نه مني.

جرګې د اګست پر ۲۰مه د خپل مرکزي شورا په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د سیمې د قامي او سياسي مشرانو ترڅنګ د ټولنې د بېلابېلو برخو مخور غونډې ته ورغواړي چې د ناامنۍ پېښو د مخنيوي په هدف يوه تګلاره غوره کړي.

د جرګې يو مخکښ او پښتون ملتپاله سياستوال مختار یوسفزي د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د سوات خلک غواړي چې پوليس يې مجهز شي او دوی يې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې تر شا ودرېږي. "قامي جرګې د سېپټېمبر پر اتمه د کونسل يو پراخ اجلاس راغوښتی دی چې سلګونه خلک به پکې ګډون وکړي. مثلاً د تاجرانو، ډاکټرانو، استادانو او هنرمندانو استازي دي، د ميډيا خلک دي، قا مي او سياسي مشران او داراز د زده کوونکو تنظيمونه دي."

موږ د اپرېشن پلويان نه يوځکه چې د تېرو اپرېشنونو 'ډرامه بازۍ' مو لېدلې دي. په هغو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه واوښتل.
احمد شاه

نوموړي زیاته کړه چې جرګه به په شریکه د کېدونکې فیصلې ملاتړ کوي. د ده په وینا، غواړي چې پوليس پیاوړي او د عملياتو لپاره يې اړتیاوې پوره شي او د دې لپاره به ولسونه ورسره اوږه په اوږه ودرېږي.

مختار یوسفزي زياته کړه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د بشپړې خاتمې لپاره اړينه ده چې رياست خپلو داخلي او خارجي تګلارو ته بيا کتنه وکړي.

د سوات قامي جرګې يو بل مخکښ احمد شاه مشال راډيو ته وويل چې د سوات امنيتي وضعیت د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف د تېر حکومت پر مهال په ملاکنډ ډېوېژن کې د ګڼو وسلوالو تر ځای پر ځای کېدو وروسته خراب شو.

نوموړي وویل، د سوات ولس نور پوځي عملياتو نه شي زغملای او هڅه کوي چې د سوله ييز احتجاج له لارې رياست خپلو پاليسيو بدلولو ته اړ کړي. "موږ نور د خپلو ځواکونو پر رسنيزو بيانونو باور نه لرو. موږ وليدل چې عمران خان په خپل تېر حکومت کې وويل چې تقريباً ۴۰،۰۰۰ وسلوالو ته يې په ملاکنډ کې ځايونه ورکړي دي. [د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي] سيف غوندې کسان په هغه کار کې دخيل ول. هغو ترهګرو يو وارې بيا په سيمه کې خپل فعاليتونه پيل کړل. اوسمهال خلک دا هم وايي چې له ټوپکو او تفنګچو (تماچو) سره د خپلو کورونو پر [بامونو] کښېني او چې وسلوال ويني نو ډز دې پرې کوي، خو زموږ جرګه خانه جنګي نه غواړي."

احمد شاه وویل چې احتجاج کوي او خپلې غوښتنې به د رياست مخې ته ږدي او دا خبره به ورباندې مني چې په سوات کې ناامني نه زغمي او نه هم د پوځي عملیاتو پلوي کوي. "موږ د اپرېشن پلويان نه يو، ځکه چې د تېرو اپرېشنونو 'ډرامه بازۍ' مو لیدلې دي. په هغو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه واوښتل. د سوات خلک په هېڅ صورت جوړ نه دي چې يو ځل بيا له هغسې يو حالت سره مخامخ شي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې هغه عملیات د ناامنۍ ختمولو لپاره اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پرضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

په سوات کې د ولسي پاڅون احتجاج: نورې جنازې نه شو اوچتولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

د سوات قامي جرګې ترڅنګ د عوامي نیشنل ګوند مشرتابه او د چارو ځينې شنونکي هم خيبرپښتونخوا ته د طالب وسلوالو وروستو په لړ کې د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند محمد علي سيف نوم اخلي. نوموړی په هغه مذاکراتي ډله چې وو چې د عمران خان په وزیراعظمۍ کې یې په کابل کې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له مشرانو سره مذاکرات کړي ول او هغه مهال به يې له وسلوالو سره د خبرو اترو دفاع کوله.

سيف د خيبر پښتونخوا په اوسني حکومت کې هم د اعلا وزير امين خان ګنډه پور د اطلاعاتي چارو سلاکار دی. موږ د نوموړي د دریځ لپاره ورته پر وټس ایپ ورته غږيز پيغام پرېښود خو د دې رپورټ تر بشپړېدو پورې مو ځواب ترلاسه نه کړای شو.

البته د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې له سواته د حکومتي ګوند تحريک انصاف يو غړي اختر خان د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو په وروستيو کې د ده د حلقې پر مختلفو تاڼو ډزې کړې دي.

نوموړي وویل، د سوات قامي جرګې د غوښتنو کلک ملاتړی دی او دا چې حکومت وار له مخه د هغه سيمې د پوليسو د پياوړي کولو چارې پيل کړې دي. "زما په حلقه کې يوه هفته مخکې د تېلېګرام پر تاڼه ډزې وشوې. ورپسې زما د حلقې يوه بله تاڼه هم د بريد ښکار شوه. [د ضلعې د پولیسو له مشر] سره مې خبرې شوې دي. يو څه امنيتي اندېښنې لرو، خو د ټولو متعلقه ادارو ترمينځ اعتماد شته. امن زموږ لومړيتوب دی. چې امن وي نو دلته به سياست او جمهوريت وي، سیلګري، تعليم او داسې نور معاملات به وي."

خان وویل چې حکومت یې په اسمبلۍ کې د وفاقي حکومت له خوا د وسلوالو ضد د اعلان شویو پوځي عملیاتو ضد قرارداد منظور کړی دی.

د ده په خبره، د پوليسو ملاتړ کوي، هغوی به مخکې وي او ولس به ورپسې وي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت د سوات پوليسو ته جديده وسله ورکړې ده، تربيه يې روانه ده او د هغوی لپاره پيسې منظورې شوې دي.

د خيبر پښتوخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سيف د جولای پر ۲۶مه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته ويلي ول چې د صوبې حکومت د پوليسو د وړتياو زياتولو او ورته د وسلو او نورو سامانونو ورکولو لپاره څه د پاسه درې اربه روپۍ بېلوي.

نوموړي زياته کړې وه چې په صوبه کې د ترهګرو په خلاف کېدونکې هرې يوې کاروايۍ کې به پوليس مخکې وي او پوځ به يې ملاتړ کوي.

هغه دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې وې چې د بنو د احتجاجي پرلت مشرانو د جولای پر ۲۵مه په پېښور کې د اعلا وزير په مشرۍ د صوبايي حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې ګډون وکړ او خپلې غوښتنې يې ورته وړاندې کړې.

د سوات قامي جرګې مشران هم وايي چې د سوله ييزو غونډو او احتجاجونو هدف يې د خپلې سيمې امنيت باوري کول دي.

XS
SM
MD
LG