د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ نښته شوې ده


یو پاکستانی سرتېری په کورمه کې د هدف په نخښه کولو تیاری کوي - پخوانی انځور.
یو پاکستانی سرتېری په کورمه کې د هدف په نخښه کولو تیاری کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان او د طالبانو حکومتي سرتېرو د کورمې او خوست پر پوله له یو بل سره نښتې کړې دي چې پکې دوه پاکستاني سرتېري برسېرن ژوبل شوي دي.

د کورمې د شورکو یو ځايي مشر ناور شاه مشال راډیو ته وویل چې نښته د سېپټېمبر پر څلورمه حیدر زمان قلعې ته مخامخ په تربلکي کې د پوستې جوړولو پر سر شوې ده.

دی وايي، هلته د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ له درو ورځو راهیسې د پوستې جوړولو پر سر لانجه روانه وه.

د شاه په خبره، نښته په پیل کې سخته نه وه خو ماخوستن ناوخته درنه شوه او بیا دواړو خواوو تر دوو ساعتونو پورې د یو بل پر ضد درې وسلې وکارولې.

تربلکی د افغانستان او پاکستان ترمینځ پر پوله پرته غرییزه سیمه ده.

اخوا د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکو او ځايي سرچینو هم ویلي دي چې نښته ډېورنډ کرښې ته څېرمه په پلوڅې سیمه کې د پوستې جوړولو پر سر شوې ده.

ځايي سرچینې وايي چې د نښتې له وجې د پلوڅې او سیټوان سیمو ګڼې کورنۍ خوندي ځایونو ته لېږدول شوې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې نښته چا پیل کړې او د پاکستان او د طالبانو حکومتونو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د سېپټېمبر پر پینځمه نیمه شپه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نښته د شپې له اتو څخه تر ۱۲ بجو پورې روانه وه.

دی وايي، ځینې مرمۍ پر ولسي ابادیو هم لګېدلې دي خو پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې، البته په نښته کې دوه پاکستاني سرتېري برسېرن ټپي شوي دي.

تر اوسه په تاوتریخوالي کې په خوست کې د مرګژوبلې په اړه معلومات نه شته.

د کورمې، خوست او پکتیا په سیمو کې د پاکستان او طالبانو د حکومتونو سرحدي سرتېرو ترمینځ نښتې او د تاوتریخوالي نورې پېښې شوې دي. د ۲۰۲۴ز کال په مې کې په ماڼو سیمه کې د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار د مرمت پر سر د دواړو لوریو د ځواکونو ترمینځ نښته شوې وه.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG