د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند خيبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرانو د امنيت غوښتنه کړې


په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسین بابک - انځور له ارشيفه
په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسین بابک - انځور له ارشيفه

عوامي‌ نیشنل ګوند په خيبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د تښتونو او ورڅخه د باج اخیستو د څېړنې او ښکېلو خلکو ته سزا ورکولو لپاره د یوې کمېټۍ جوړولو غوښتنه وکړه.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک د جون پر ۲۸مه اسمبلۍ ته وويل چې ۱۲ ورځې مخکې د پېښور د فقیر اباد تاڼې په حدودو کې يو افغان تجار تښتول شوی دی.‌ هغه زیاته کړه چې د دغه سړي نوم نجيب دی چې د قالينو کاروبار یې کاوه او اوس یې له کورنۍ دوه کروړه روپۍ تاوان غوښتل شوې دي.

حکومت دې استخباراتي ادارې وروغواړي او د روانو تښتونو په اړه دې ترې پوښتنه وکړي.
سردار حسین بابک

نوموړي د خپلو معلوماتو پر بنسټ د افغان سوداګر د تښتونې کیسه وکړه، "ما ته وویل شول چې د فقیر اباد تاڼې په حدودو کې د نجيب په نوم يو افغان تجار پسې يو ګاډی راځي. وردي اغوستې کسان پکې ناست وي. پر ګاډي لايټونه هم لګېدلي وي. سړی یې وړی دی. اوس ترې دوه کروړه روپۍ غوښتل کېږي. اووه مياشتې وشوې چې څلور يا پينځه داسې پېښې شوې دي. حکومت ترې شايد خبر هم نه وي."

سردار حسین بابک ټينګار وکړ چې حکومت دې ارام نه کښېني او په دې اړه دې له پولیسو معلومات وغواړي. "افغانان له ډېرو بدو حالاتو تېرېږي.‌ دلته له مجبورۍ راغلي دي. تاسو يوه تحقیقاتي‌کمېټې جوړه کړئ. زما د خاورې د ترقۍ په مخ کې تر ټولو لوی خنډ بدامني‌ ده. په دې بدامنۍ کې سرکار او د وردۍ خلک برخه دار دي. حکومت بايد په دې اړه څېړنې وکړي او جاسوسي ادارې وروغواړي او پوښتنه ترې وکړي چې دا څه روان دي؟"

حکومتي دریځ

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د تحريک انصاف حکومتي غړو د بدامنۍ زیاتېدو ادعا رد کړه. د مزدورانو د خيرښېګړې او کلتوري چارو صوبايي‌ وزير شوکت يوسفزي د سردار حسین بابک په ځواب کې وويل چې له افغانانو سره د دې له وجې توپیر نه پالل کېږي چې ګواکې افغانان دي.

یوسفزي البته د نجیب د تښتونې په اړه د معلوماتو کولو ژمنه وکړه. "موږ به بالکل له ای جي (د صوبې د پولیسو مشر) څخه د نجيب او نورو افغانانو د تښتوونکو په اړه رپورټ وغواړو. که داسې کار شوی وي نو د قانون له مخې به کارروايي وشي. زموږ حکومت په خيبر پښتونخوا کې د ټولو اوسېدونکو د امنيت ذمه وار دی."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان حکومت ونیو. تر هغې وروسته په زرګونو افغانان د ځانونو خوندي کولو لپاره نورو هېوادونو ته کډه شوي دي. ځينو سوداګرو خپلې پانګې هم نورو هېوادونو ته وړي او هلته یې کاروبارونه پیل کړي. له هغو څخه یې ډېری نېږدې پاکستان ته هم تللي دي.

د پاکستان وفاقي حکومت د جون په ۲۸مه اعلان وکړ چې د افغان سوداګرو په ګډون ورتلونکو افغانانو ته د ویزو نوی نظام پیلوي.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د جون پر ۲۸مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، له "نوې پالیسۍ" سره سم، په بهرنیو هېوادونو کې به د پاکستان سفارتونه د ویزو لپاره د افغانانو پر درخواستونو پرېکړه د هغوی د اصلي هېواد پر ځای د بل تابعیت او پاسپورټ پر اساس کوي.

نوموړې وویل، له نوي نظام سره سم به اسلام اباد په ۴۸ ساعتونو کې د شپږو میاشتو لپاره داسې ویزې ورکولای شي چې لرونکي به یې پاکستان ته د متعددو سفرونو اجازه ولري او د کورنیو چارو وزارت به دا واک لري چې ویزې تر یو کاله وغځوي.

XS
SM
MD
LG