کورمه کې د ښوونکو تر وژنې وروسته د ښوونځيو بندولو زده کوونکي خفه کړي دي

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د پيرقيوم سيمې عالي ښوونځی - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د کورمې چارواکي وايي لا هم حالات دې ته جوړ نه دي‌ چې هلته دې ښوونځي پرانیستل شي.

د تعلیم محکمې ضلعي مشر فريدالله مسید نن (د مې پر ۱۸مه) مشال راډيو ته وويل چې کله ورته انتظاميه د حالاتو د سمېدو ډاډ ورکړي، ښوونځي به پرانېزي. هغه زیاته کړه چې په دې اړه د مې پر اتلسمه يوه غونډه کېږي او که د تعليمي بهیر د بیا پيلولو پرېکړه وشوه نو اعلان به یې کړي.

د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل د نجونو په سرکاري ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل. وژل شوي کسان شيعه وګړي ول.

دا هم وګورئ: په پاړه چينار کې مظاهره چيانو د تري منګل پېښې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې

تر دې پېښې وروسته ځايي‌انتظامیې دغه سکول او ځينې نور هغه بند کړل. انتظامیې وويل چې دا کار د زده کوونکو او امنيت لپاره ضروري دی. د تري منګل د نجونو د دغه سرکاري ښوونځي يوې زده کوونکې منیبا مشال راډيو ته وويل چې له دوو اونيو راهیسې بند، د خپل سکول په اړه فکرمنده ده. د شپږم ټولګي دې زده کوونکې پر چارواکو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې یې تعليمي بهیر بيا پيل کړي.

د پیرقیوم اوسېدونکی او مدني فعال حضرت ګل هم مشال راډيو ته وويل چې اوس حالات بهتره شوي دي نو ځکه بايد حکومت ښوونځي پرانېزي. هغه زیاته کړې وه چې د ښوونځيو بندولو ته دوام به د زده کوونکو پر درسونو بد اغېز وکړي.

په تري منګل کې پر استادانو د برید پېښه هغه وخت شوې وه چې په کورمه ضلع کې د نهم او ۱۰م ټولګيو د بورډ کلنی امتحان روان وو. که څه هم د دغه ځنډول شوي امتحان د بيا اخیستلو فیصله شوې خو چارواکي د ښوونځيوو بيا پرانیستلو ته زړه نه ښه کوي.

د سرکاري شمېرو تر مخه، په کورمه کې ۶۸۴ سرکاري ښوونځي دي چې پکې تر۸۰ زرو پورې زده کوونکي درس پکې کوي. په هغو تعلیمي ادارو کې تر ۳،۵۰۰ پورې استادان درس ورکوي. همداراز د ضلعې په ۱۵۰ شخصي سکولونو کې تر ۵۰ زرو‌ پورې زده کوونکي تعليم ترلاسه کوي.