د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاړه چينار کې مظاهره چيانو د تري منګل پېښې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې


د مې پر پينځمه هم په پاړه چينار کې مظاهرې شوې وي. دا د همهغې ورځې تصویر دی چې خلکو پکې د وژل شويو کسانو مړي اخیستي دي.
د مې پر پينځمه هم په پاړه چينار کې مظاهرې شوې وي. دا د همهغې ورځې تصویر دی چې خلکو پکې د وژل شويو کسانو مړي اخیستي دي.

په کورمه کې خلکو د يوې مظاهرې په ترڅ کې د مې پر څلورمه د وژل شويو مزدورانو کورنيوو د انصاف او قاتلینو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

په ۷ دغو وژل شويو کې ۴ استادان او ۳ مزدروان وو.‌ د مې پر اوومه په پاړه چينار کې د دغو مزدورانو کورنيوو له حکومته وغوښتل چې په پېښه کې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونیسي. د مې پر څلورمه ماسپښین مهال پر شلوزان سړک پر یو ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګلو په سرکاري ښوونځي کې استادان او هلته کار کوونکي مزدوران ووژل.

په وژل شويو مزدورانو کې د يو تن زوی، جاسم علي د پاړه چينار مظاهرې په وخت وويل چې حکومت دې یې د پلار د قاتلينو په نيولو کې ځنډ نه کوي. "زه پوښتنه کوم چې زما پلار په څه ګناه قتل شوی دی؟" د هغه پلار بشیر حسین نومېده او د ټریکټر ډرایور وو. هغه تر برید لاندې راغلي سکول کې روان تعمیراتي کار لپاره سامان وروړ چې په ډزو کې ووژل شو. تر وړلو پس د بدی پېښې ښکار شو. احتجاج ته د وینا پر وخت جاسم علي دا پوښتنه کړی چې پلار یې په کمه ګناه قتل کړی شو.

وژل شوي ۳ مزدوران د زیړان کلي وو. د دي‌کلي د خلکو په احتجاج کې شامل او يو قومي مشر، حاجي سید میر حسن وايي له هېچا سره یې څه دښمني نه وه نو بیا یې ولي کليوال په نښه کړل شوي دي؟ "زموږ له تري منګل خلکو سره هیڅ قسمه تنازعه نشته خو بیا یې هم زموږ خلک ووژل. ډير د افسوس ځای دی."

که څه هم پېښه په تري منګل کې شوې خو ځايي مشران یې له کولو انکاري دي.هغوی دا پېښه غندلې هم ده.

تر دې پېښې وروسته، په کورمه کې غيريقيني حالت رامنځته شوی. حکومت د ناامنيوو مخنيوي لپاره ځينې لارې، انټرنيټ او سکولونه تړلي دي. د کورمې سني او شيعه مشرانو د حالاتو د سمون لپاره جرګې مرکې پيل کړې دي. د مې پر اوومه د حکومت په سرپرستۍ کې شوې یوې جرګې کې دواړو خواوو د امن ساتلو هوډ ښوولی دی.

د پاړه چینار ځايي مشر جلال حسین مشال راډيو ته وويل چې د مې پر څلورمه شوې دواړې پېښې ترهګري وه. د هغه په وينا جرګې دا پېښې غندلې او پر خلکو یې د ارامه اوسېدو غږ کړی دی.‌ په دې جرګه کې له حکومته د ټولو شرخوښو په خلاف د کارروايي غوښتنه هم شوې ده.

له کورمې څخه د پارليمان استازي او وفاقي وزیر ساجد حسین توري مشال راډيو ته ويلي چې د جرګې غوښتنو پوره کولو لپاره به اړونده چارواکو ته وايي. هغه زیاته کړه چې بندې شوې لارې او تړلي سکولونه به ژر خلاص شي خو په موبایل سرویس او انټرنيټ بندیز ليرې کول به وخت اخلي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې د دوی تر منځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښې شوې دي. په دې جګړو کې ګڼ خلک وژل شوي او ځيني بې کوره شوي هم دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG