چمن - سپين بولدک لار: خلکو ته په شناختي کارډ او تذکره د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې

چمن - سپين بولدک لار

په چمن کې د ختم شوي پرلت مشران وايي، لا هم خلکو ته اجازه نده ورکړل شوې چې پر شناختي کارډ افغانستان ته تګ راتګ وکړي.

د چمن پرلت کمېټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ ولسیار خان یېګا مشال راډیو ته وویل چې دوی د جولايي پر ۲۲مه ټوله ورځ انتظار کړی خو هیڅوک هم پر شناختي کارډ افغانستان ته نه دي پرېښودل شوي. هغه وویل، که د پاکستان حکومت ورسره د پاسپورټ او ویزې شرط ختمولو وعده پوره نکړه نو پرلت بیرته پیلوي.

د جولای پر ۲۱مه يو حکومتي‌پلاوی پرلت ته ورغلی وو. ولسیار خان هغه مهال مشال راډیو ته وویل چې دغه پلاوي د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوي پرلتوال هم له ځان سره ورورستي وو، پر پرلتوالو د درج مقدمو د ختمولو اعلان یې هم وکړ او زیاته یې کړه چې تر دې وروسته د چمن او سپين بولدک خلک په شناختي کارډ او تذکرو تګ راتګ کولی شي.

پرلت ته د وینا په وخت د حکومت لخوا د ورغلي پلاوي يو مشر او پخواني صوبايي وزیر ملک عنایت کاسي وويل: "د پرلت مشران راخوشي کول او د حکومت لخوا یې غوښتنې منل لویه بریا ده." نوموړي اوس د دغه اعلان د نه عملي کېدو د وجوهاتو په اړه څه نه دي ويلي.

ځايي خلک وايي لار لا هم بنده ده. د جولای پر ۲۲ مه دشپې د چمن اوسېدونکي حاجي صلاح الدین مشال راډيو ته وویل: " موږ سهار وختي دروازې ته ورغلو چې تر وروستي ګېټ پورې به ورسېدو نو بیرته به یې را پر شا کړو چې تاسو پر شناختي کارډ نشی تللی. موږ بیرته راستانه شو." د هغه په خبره " یواځي د پاسپورټ او وېزې لرلو خلګو ته اجازه ورکول کېده".

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې د چمن پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لګولی وو چې پرضد یې له هغه وخت د روانې جولايي میاشتې تر ۲۱مې پرلت روان وو. خلکو غوښتنه کوله چې د پخوا په څير دې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو ته په شناختي‌کارډ او تذکره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي ځکه چې په وينا یې دوی د ورځې د کاروبار او غم ښادۍ لپاره څو ځل ځي، راځي نو نه شي کولی چې هر وخت وېزې او ټاپي ووهي.

خو د پاکستاني پوځ وياند ميجرجنرل احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په پينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې پاکستان بايد افغانستان سره په شناختي کارډ او تذکره د تګ راتګ اجازه ورنه کړي ځکه چې په وينا یې د دوو هېوادونو ترمينځ بغیر له پاسپورټ او وېزې د سفر اجازه نه وي.