د تورخم ګمرک کلېرینګ ایجنټانو د ټرکونو د سفر موقتي اسنادو پر ضد کاربندېز کړی

په تورخم کې ولاړ ټرکونه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم پر پوله د کسټم کلېرنګ ایجنټانو د اګست له دولسمې څخه د کاربندیز اعلان کړی دی.

دوی وايي، تر هغه وخته به کار نه کوي چې د پاکستان حکومت پر ډرایورانو لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي نه وي. د دوی په خبره د سفر لپاره لنډمهالي سفري اسناد يا ټاډ نه مني.

په تورخم کې د کسټم کلېرنګ ایجنټانو د اتحادیې یو مشر نظیم ګل د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل په کار ده چې د پاکستان او افغانستان سوداګر ورسره همکاري وکړي. "نه به امپورټ ځي، نه به ایکسپورټ ځي او نه به ټرانزیټ ځي. دا پالېسي چې یې تر څو بیرته نه وي اخیستې، تر هغه وخته به زموږ هړتال روان وي."

د پاکستان چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی. خو حکومت د اګست له لومړۍ نېټې په تورخم کې هغه پاکستاني او افغان ډرایوران ایسار کړي چې پر پوله د تیرېدو لپاره لنډمهاله اسناد یا ټیمپرري ایډمشن ډاکومنټ (ټاډ) نه لري.

د خیبر درې پر لاره د مال وړونکو ګاډوډرېورانو مشال راډیو ته وویل چې د اسلام اباد دې پرېکړې له "سخت کړاو" سره مخامخ کړي دي. هغوی زیاته کړې چې د اسنادو ترلاسه کولو لپاره یې په کابل کې د پاکستان سفارت او په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته غوښتنلیکونه ورکړي دي خو ځینو تر اوسه نه دي ترلاسه کړي.

په تورخم کې یو سوداګر مجیب شینواري مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت دې د هغو ځانګړو اسنادو ترلاسه کولو کولو لپاره ډرېورانو ته نور وخت ورکړي. خو د پاکستان کسټم چارواکي وايي، د جولای له میاشتې یې په بیا بیا ډرایورانو ته د یادو اسنادو جوړولو لپاره وخت ورکړی خو یو شمېر ډرایورانو لا پکې نه دي جوړ کړي.

ټاډ هغه سند دی چې په پاکستان کې یې د طالبانو سفارت او قونسلګرۍ پاکستانيو ګاډو چلوونکو ته او په افغانستان کې د پاکستان سفارت افغان ګاډو چلوونکو ته ورکوي او په هرو شپږو میاشتو کې باید تازه شي. پاکستاني چارواکي وايي، هغه کسان چې پر تورخم دروازې تګ راتګ کوي باید دغه سند له ځانه سره ولري.