د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې امیګریشن سختېدو د افغانانو مشکلات زیات کړي


د جولای پر ۲۶مه په تورخم کې د امیګریشن دفتر مخې ته د مساپرو ګڼه ګوڼه ده.
د جولای پر ۲۶مه په تورخم کې د امیګریشن دفتر مخې ته د مساپرو ګڼه ګوڼه ده.

د خیبر پښتونخوا په تورخم دروازه کې د ځینو ویزو لرونکو افغان وګړو د بېرته ستنولو لړۍ دوام لري. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې هغه ویزې په ناسمو اسنادو اخیستل شوي دي.

د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) د تورخم څانګې مرستیال مشر یاسر خان، مشال راډیو ته وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې یې۱۲۰ هغه افغان وګړي بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې د پاکستان لپاره یې طبي او یا د زده کونکو ویزې پر "جعلي اسنادو" اخیستې وې. هغه وویل چې د پلټنو په وخت ورته مالومه شوه چې هغه کسانو کې ناروغ یا محصل نه وو.

په تورخم کې د فیض الله احمدزي په نامه یو تن چې پاکستاني چارواکي ورته په ویزه هغه هېواد ته د تلو اجازه نه ورکوي، مشال راډیو ته وویل چې هغه او د کورنۍ غړو ته یې اېجنټ ویزې اخیستي دي خو اوس ورته چارواکي وایي چې دا په ناسمو اسنادو اخیستل شوي دي.

هغه وویل " دا د ټریول ایجنسۍ کار دی چې موږته یې په جعلي اسنادو میډیکل ویزې ترلاسه کړې. موږ له کابله سفر وکړ او دلته تورخم ته راورسېدو. موږ باید په قانوني توګه پاکستان ته داخل شو او بیا له پاکستان څخه امریکا ته لاړ شو، خو اوس دلته راګېر یو. که یو وار اجازه راکړل شي، اسلام آباد ته به لاړ شو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته به قانوني ویزې ترلاسه کړو."
یو شمېر افغان وګړي تور پورې کوي چې په کابل کې د پاکستان سفارت سره تړلي ایجنټان ترې د ویزو لپاره ور څخه پیسې اخلي، خو بیا د پاکستان سفارت په بیا بیا دا تورونه رد کړي دي.

د امیګریشن افسر د مساپرو ویزې او پاسپورټونه معاینه کوي
د امیګریشن افسر د مساپرو ویزې او پاسپورټونه معاینه کوي

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نورو هېوادونو او په تېره بیا امریکا او غربي هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ تېزه شوې ده. هغو هېوادونو ته ګڼ کډوال د پاکستان له لارې ځي چې هلته د ورتلو لپاره ورته د ویزې ضرورت وي. د دې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمینځ ډېر خلک د علاج او ورځنیو کارونو لپاره هم تګ راتګ کوي چې له امله یې په تورخم کې اکثره وخت ګڼه ګوڼه وي.

په تورخم کې امیګرین ته په کتار کې ولاړ یو تن فضل واحد ظاهري مشال راډیو ته وویل چې پاکستان ته د تلو لپاره یې د سېلګرۍ ویزه اخیستې نو ځکه مشکل نه لري.

هغه وویل، "سیاحتي ویزه مې په اصلي اسنادو اخیستې او پاکستان ته په داخلېدو کې څه مشکل نه لرم. دلته په امیګریشن کې ولاړ یم چې د داخلي ټاپه راته په پاسپورټ ووهي، نو بیا پاکستان ته ځم. دلته یو څه بیروبار شته او ګرمۍ هم ده، خو هغه کسان چې تجارتي یا سیاحتي ویزې لري او په اصلي اسنادو یې اخیستې وي، هغوی نه را ایساروي."

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

پخوا پر تورخم او افغانستان ته تللو نورو لارو باندې خلکو ازاد تګ راتګ او تجارت کاوه خو پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار تر لګېدو او په ۲۰۱۶ز کال کې پر هغه لار د تګ لپاره د ویزې او پاسپورټ لرل لازمي شول.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ د سیاسي اختلافاتو پر سر په ځینو وختونو کې دا لار د تجارت او تګ راتګ لپاره بندیږي چې له وجې پر مساپر د مشکلاتو سره مخ کېږي.

خو په تورخم کې د امیګریشن مرستیال مشر یاسر خان وایي، مساپرو سره د قانون سره سم چلند کوي، په تجارتي او سیاحتي ویزو خلکو ته د تلو اجازه ورکوي. دا راز ناروغان هم نه ایساروي او په تورخم کې ورته ویزې لګوي. یاسر خان زیاته کړه چې ځینې افغان وګړي یې د قانون سره سم ( اېف ای اې انټري ریفیوزل) اختیاراتو لاندې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پاکستانیو چارواکو د دې اقدام په اړه تراوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون نه دی ښوولی.

XS
SM
MD
LG