د پاکستان حکومت وايي د بې اسناده افغان کډوالو ستنولو بله مرحله به ژر پيل کړي

په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو اسناد ګوري - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت وايي له خپل هېواده، افغانستان ته د هغو افغان کډوالو د ستنولو بل پړاو پيلوي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د رسنيوو سره د اړیکو څانګې د اګست پر ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د کورنيوو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د ملګرو ملتونو يو پلاوي سره په اسلام اباد کې په ملاقات کې زیاته کړه چې اسناد لرونکيو افغانانو ته د اوسېدو اجازه ده خو بې اسناده هغه به وباسي. نقوي زیاته کړې: "هېڅوک به بغیر له وېزې یا بل قانوني سند څخه په پاکستان کې اوسېدو ته پرېنښودل شي. موږ ډير ژر د هغو افغانانو د ایستلو دويمه مرحله پيلوو چې په پاکستان کې د هستوګنې اسناد نه لري."

دا هم وګورئ: په پېښور کې د افغان کډوالو حرکت د یوې اونۍ لپاره محدود شوی دی

د خبرپاڼې ترمخه، د ملګرو ملتونو په پلاوي کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر، مالک سېسي او ځيني نور لوړپوړي چارواکي شامل وو. ملګرو ملتونو تازه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د ياد اعلان په هکله څه نه دي ويلي خو په تېر کې یېپه ډله ییز ډول په زور د افغانانو ایستل غندلي وو.

د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت پر خپله ويبپاڼه ليکلي چې په ملک کې یې نيږدې ۱۴ لاکه غیررجسټرډ افغانان اوسېږي. بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) پر خپلې ویبپاڼې ليکلي چې په پاکستان کې ۱۳ نيم لاکه ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي چې ۵۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې دي. يو اېن اېچ سي ار زیاته کړې چې په پاکستان کې ۷۰ فېصده رجسټرډ افغانان په ښارونو کې خو پاتې یې په ۵۴ رسمي کمپونو کې اوسېږي چې په کليوالو سیمو کې دي.

د پاکستان حکومت د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې غځوي. ملګرو ملتونو د دغې پرېکړې هرکلی کړ وو.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰زکال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستاني چارواکو په وينا، نيږدې شپږ لاکه افغانان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، پاکستان ته ورغلي دي.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د تېر کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري. د پاکستان د سرکاري راډیو تر مخه، د ۲۰۲۴ کال د اګست تر څلورمې ۶۷۵،۱۹۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.