د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د افغان کډوالو حرکت د یوې اونۍ لپاره محدود شوی دی


یو افغان کډوال د پېښور ښار له کوڅې تېریږي ـ پخوانی انځور.
یو افغان کډوال د پېښور ښار له کوڅې تېریږي ـ پخوانی انځور.

خیبر پښتونخوا د پېښور انتظامیې د يوې اونۍ لپاره د افغان کډوالو حرکت محدود کړی دی.

د پېښور ډيپټي کمېشنر، ریتايرډ کيپټن سرمد سليم اکرام لخوا د اګست پر ۲۳مه خپاره شوي حکم کې ويل شوي چې د اګست تر ۳۰مې پورې دې افغان کډوال په دغه ښار کې تر خپلو کمپونو محدود کړل شي.

په حکم نامه (نوټفيکیشن) کې ادعا شوې چې د دې بندیز وجه د محرم لپاره امنيت ساتل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) پر خپلې ویبپاڼې ليکلي چې په پاکستان کې ۱۳ نيم لاکه ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي چې ۵۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې دي.

د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت بیا وايي چې د ناثبت شويو افغان کډوالو شمير هم نېږدي همدغومره دی. يو اېن اېچ سي ار زیاته کړې چې په پاکستان کې ۷۰ فېصده رجسټرډ افغانان په ښارونو کې خو پاتې یې په ۵۴ رسمي کمپونو کې اوسېږي چې په کليوالو سیمو کې دي.

XS
SM
MD
LG