افتاب شېرپاو: پاکستان دې له افغانستان سره په تجارت او تګ راتګ کې اسانتیاوې راولي

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو پخوانی انځور.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې له افغانستان سره دې د سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۷مه، د ګوند د جوړېدو ۱۲مې کلیزې په مناسبت په پېښور کې غونډې ته وویل چې د سوداګریزو محدودیتونو له وجې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د پرتو پښتنو کاروبارونه او ژوند اغېزمنېږي.

ده وویل چې حکومت دې داسې اقدامات وکړي چې د دواړو خواوو د خلکو تګ راتګ زیات شي او پاکستانیان په افغانستان کې پانګونه وکړي.

شېرپاو دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې اسلام اباد په تېرو کلونو کې د ټرانسپورټرانو، سوداګرو او ولسي وګړو لپاره سفري او د دخولۍ لنډمهالي اسناد لرل لازمي کړي او مالیې یې زیاتې کړې دي چې ورسره د تورخم او چمن په ګډون پر بېلابېلو لارو دوه اړخیز تجارت او د خلکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ ډیورنډ کرښه له ۲،۶۰۰ کیلومېټرو څخه زیات اوږدوالی لري چې پکې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تجارت او تګ راتګ لپاره يوشمېر لارې تېرې شوې دي.

دا هم وګورئ:

له پاکستان سره د افغانستان تجارت کم خو له ایران سره یې زیات شوی دید پاکستان او د طالبانو حکومتي سرتېرو ترمینځ د نښتو له امله د مومندو سلګونه خلک بې کوره شويمنظور پښتین: د پاکستان پالیسیو پښتانه له ستونزو سره مخامخ کړي ديکسټم کلېرنګ ایجنټان: د پرلت له امله پر تورخم دروازه تجارت اغېزمن شوی

پخوا پر دې لارو ازاد تګ راتګ او تجارت کېده خو وروسته پاکستان پر دې کرښه اغزن تار ولګاوه او په ۲۰۱۶ز کال کې یې د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ لرل لازمي کړل چې ورسره هغه تجارت او تګ راتګ محدود شو.

د دواړو هېوادونو ترمینځ ځینې لارې تر دغو بندیزونو وروسته له کلونو راهیسې بندې پرتې دي خو پر ځینو یې لا هم تګ راتګ او تجارت دوام لري. په دې کې تر ټولو مهمه او مصروفه لاره د تورخم ده. دا خيبر ضلعه له ننګرهار ولایت سره نښلوي. دا لاره له پېړیو راهیسې د سوداګرۍ او پوځي تګ راتګ لپاره کارول شوې ده. بله مهمه لاره چمن-سپین بولدک لاره ده، چې د سوداګرۍ لپاره ډېر ارزښت لري.

نورې لارې لکه غلام خان لاره په شمالي وزیرستان کې، دانګور اډې لاره په جنوبي وزیرستان کې او د خرلڅيو لاره په کورمه کې ده. دا لارې د سوداګرۍ او مساپرو د تګ راتګ لپاره کارول کېږي. خو د امنیتي او سیاسي ستونزو له امله، دا لارې کله ناکله تړل کېږي یا یې فعالیت محدودېږي.

پر دې لارو لهافغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونو سره سوداګري کېږي او خوراکي توکي، تېل، معدنیات او نور توکي انتقالېږي. سربېره پر دې، دا لارې د مساپرو لپاره د تګ راتګ اسانتیا برابروي او د خلکو تريمنځ کلتوري اړیکې او تبادله پیاوړې کوي. همدارنګه، دا بندرونه د سیمو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي او د سیمې خلکو ته د کار موقعې برابروي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دواړو خواوو له یو بل سره د نښتو له امله هم دا لارې وخت په وخت بندېږي چې له امله یې د سیمې د خلکو کاروبار سخت اغېزمن شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشرۍ کې د پښتون قامي عدالت په نامه جرګې په یوه پرېکړه کې له حکومته غوښتنه کړې وه چې پر ډیورنډ کرښه دې تګ راتګ او سوداګري بېرته هغه شان ازاد کړي لکه څنګه چې له ۱۸۹۳ز کال څخه تر ۲۰۱۰ز کلونو پورې وو.